بازتاب نیوز

عبدالسلام ضعیف: امریکا د افغان کړکیچ سیاسي حل غواړي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم

یوشمېر پخواني طالب چارواکي وایي، له اووه لس کلنې جګړې وروسته امریکا د افغان کړکیچ سیاسي حل غواړي.

مولوي عبدالسلام ضعیف له کابل نیوز سره په مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا جنګي ستراتیژي له ماتې سره مخ شوې او اوس هڅه کوي دغې اوږدې جګړې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.

ضعیف وایي، د مسکو وروستۍ ناستې یوشمېر بې باورۍ او شکونه له منځه یووړل او دغه راز ناستې کولای شي ښکېل لوري د جګړې اصلي واقعیتونو ته ځیر او د تفاهم مناسبه لاره پیدا کړي.

په ورته مهال په کابل کې د روسیې سفارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مسکو ناستې ګډونوالو د خپلو مشورتي ناستو پر جاري ساتلو توافق کړی.

د مسکو په ناسته کې د ملي یووالي حکومت د رسمي استازو له نه ګډون سره سره، دې ناستې په کور د ننه او بهر د افغان کړکیچ سیاسي حل ته هیلې زیاتې کړې دي.

سره له دې، چې متحده ایالاتو دې ناستې ته رسمي پلاوی نه و استولی، خو د دې ناستې له پیل سره همهاله افغانستان او د سیمې هیوادونو ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دویم سفر ښيي، چې متحده ایالاتو هم خپل تحرک زیات کړی.

یوشمېر پخواني طالب چارواکي د سولې لپاره وروستیو پیل شویو هڅو ته خوشبین دي او وایي امریکا له اووه لس کلنې جګړې وروسته اوس پریکړه کړې چې افغان کړکیچ ته سیاسي حل پیدا کړي.

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له کابل نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو جنګي ستراتیژي له ماتې سره مخ ده او له همدې امله یې سیاسي جوړجاړي ته مخه کړې ده.

دغه پخوانی طالب چارواکی د مسکو ناسته د افغان سولې په برخه کې مثبت او مهم پرمختګ بولي او وایي، له دې غونډې وروسته د ښکېلو لوریو ترمنځ شته بې باورۍ او شکونه له منځه ولاړل.

د ضعیف په باور، د دغه راز ناستو دوام د جګړې په پای ته رسولو کې پام وړ مرسته کولای شي.

دغه پخوانی طالب چارواکی داسې مهال د امریکا او روسیې له لوري د سولې په هدف پیل شویو هڅو ته خوشبیني ښيي، چې د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا کابل ته راغلی او د ولسمشر غني ترڅنګ یې له یوشمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره کتلي دي.

 

 

 

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13966-peace-

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading