بازتاب نیوز

ډپلوماټ: ایران په افغانستان کې د امریکا خلاف کنټرول وړ جګړه پرمخ وړي

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم

ایران په افغانستان کې د امریکا پرضد یوه کنټرول وړ جګړه پرمخ وړي.

امریکايي چارواکي وايي، تهران په افغانستان کې ګډوډۍ ته د لمن وهلو له لارې د متحده ایالاتو امنیت زیانمنوي.

د امریکا د ویلسن مرکز د اسیا د چارو رییس ډپلوماټ مجلې ته ویلي، چې له برجام نه د امریکا د وتلو او پر تهران د واشنګټن د وروستیو بندیزونو په مقابل کې د طالبانو ملاتړ د ایران لپاره مهم دی.

طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان شیعه میشتې سیمې تر خپلو بریدونو لاندې راوستې دي.

پر ایران د متحده ایالاتو له بندیزونو وروسته، په افغانستان کې د واشنګتن او تهران ترمنځ د مقابلې او شخړو امکانات ورځ تر بلې ډېریږي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د فراه په شاوخوا کې ګڼ بریدونه کړي او د کمال خان بند ۱۲ تنه ساتونکي یې وژلي دي.

ډپلوماټ مجله په خپل یوه تحلیل کې وايي، ایران سره له دې، چې له طالبانو خطر هم احساسوي، د امریکا اهدافو ته د زیان رسولو په خاطر د دې ډلې د ملاتړ له لارې په افغانستان کې یوه کنټرول وړ جګړه پرمخ وړي.

د ویلسن مرکز د اسیا د چارو رییس مایکل کوګلمن ډپلوماټ ته ویلي، چې پر تهران د واشنګټن د وروستیو بندیزونو او له برجام نه د امریکا د وتلو په مقابل کې د طالبانو ملاتړ اغیزناکه لاره ده، ځکه دا په افغانستان کې د امریکا دریځ او ګټو ته زیان رسوي.

ډپلوماټ د ایران دغه پالیسي په یمن کې د حوثیانو له پالیسۍ سره مقایسه کړې او وايي، سره له دې، چې تهران ظاهرا د حوثیانو مخالفت کوي او له دې ډلې ګټه نه ور رسیږي، خو حوثي ملېشې په ایراني وسلو جګړه کوي او په یمن کې یې د ایران او سعودي عربستان د ګټو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

ډپلوماټ وايي، امریکا په دوو اړخونو کې یو خوا پر ایران بندیزونه لګوي، خو بل خوا ایراني چارواکي په افغانستان کې سولې او له افغان حکومت سره همکاریو ته هڅوي، ځکه امریکایان په دې باور دي، چې ایران د افغانستان په مرکز او ځینو نورو سیمو کې له شیعه افغانانو سره نږدې اړیکې لري او افغانستان له ایران نه ګڼ توکي واردوي.

امریکا پر ایران د نویو بندیزونو په برخه کې چابهار بندر او له ایران نه افغانستان ته د نفتي توکو واردات مستثنی کړي دي.

په افغانستان کې د ایران د مدیریتي یا کنټرول وړ جګړې په اړه دغه تحلیلونه داسې مهال دي، چې وسله والو طالبانو پر تهران د متحده ایالاتو له بندیزونو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان شیعه میشتې سیمې د خپلو بریدونو هدف ګرځولې دي.

 

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13980-diplomat

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading