بازتاب نیوز

حامد کرزي د قزاقستان له ولسمشر سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په قزاقستان کې د Astana Club څلورمې نړیوالې غونډې په دوو بېلابېلو جلسو کې وینا وکړه.

په هغې ناسته کې، چې د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف په مشرۍ تر سره شوه، حامد کرزي له افغانستان سره د قزاقستان له مرستو او په ځانګړې توګه افغان محصلینو ته د اسکالرشیپونو له برابرولو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سلسله د پخوا په شان دوام ومومي.

پخواني جمهور رئیس همداراز د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د وروستیو هڅو هرکلی وکړ او د مسکو په کنفرانس کې یې د سولې عالي شورای او د طالبانو تحریک د استازو اشتراک یو نېک اقدام وباله هیله یې څرګنده کړه چې دغه دواړه هڅې سره همکارې شي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13979-hamid-karzai

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading