بازتاب نیوز

ابدالي: ولسمشر له خلکو سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلی

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم

په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي وایي، ولسمشر غني له خلکو سره د ژمنو عملي کولو پرځای هیواد له بحران سره مخ کړی.

ابدالي په یوه مرکه کې ویلي، چې که افغانستان د سیمې هیوادونو د تقابل پر ډګر له بدلېدو ونه ژغورل شي نه یوازې افغانستان بلکې ښکېل هیوادونه به هم سخت زیان وویني.

شیدا محمد ابدالي وایي، په راتلونکي حکومت کې د اجراییه ریاست د برخلیک او د ولسمشر د دریو مرستیالانو د انتخاب لپاره باید لویه جرګه راوبلل شي.

شیدا محمد ابدالي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له حکومت سره یې څلور کاله کار کړی وایي،اشرف غني له خلکو سره د کړو ژمنو په عملي کېدو کې پاتې راغلی دی.

په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر او د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند وایي، د سولې ټینګښت ، اقتصادي وصعیت کې بدلون او د امنیتي وضعیت سمون د ولسمشر غني اساسي ژمنې، خو په وینایې په تیرو څلورو کلونو کې د عملي کېدو پرځای هیواد له بحران سره مخ شوی دی.

شیدا محمد ابدالي وایي، افغانستان باید د ګاونډيو او سیمې هیوادونو سره متوازن سیاست پرمخ یوسي، خو خبرداری ورکوي چې که هیواد د سیمې او نړۍ هیوادونو له تقابل څخه لرې ونه ساتل شي،نو نه یوازې افغانستان بلکې ښکېل هیوادونه به هم سخت زیان وویني.

ابدالي وایي، د کندهار له قومي مشرانو سره تر مشورو وروسته کابل ته راغلی او هڅه کوي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره داسې یو انتخاباتي ټکټ رامنځ ته کړي چې هیواد له روان کړکیچ څخه وژغورلای شي.

شیدا محمد ابدالي د یوشمېر سیاسي احزابو له لوري د ولسمشر لپاره د دریو مرستیالانو وړاندیز د اساسي قانون له تغیر پرته غیر عملي بولي او وایي په راتلونکي حکومت کې د اجراییه ریاست برخلیک او د دریو مرستیالانو پریکړه باید لویه جرګه وکړي.

شیدا ابدالي، په سیمه کې هند د افغانستان ښه ګاونډی بولي،خو وایي حکومت باید له ټولو هیوادونو سره په سیاست کې توازن ته جدي پام وکړي.

 

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13978-abdali

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading