بازتاب نیوز

په کابل پوهنتون کې د محصلانو ترمنځ نښتې

٢٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

پنجشنبه, 24 لړم

په دې نښتو کې یوشمېر محصلانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې

په کابل پوهنتون کې د محصلانو ترمنځ د نښتو له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې د یوشمېر محصلانو ترمنځ نښته شوې، چې پکې د ۳ تنو د وژل کېدو او اتو تنو ټپي کېدو خبره کیږي.

په ورته مهال ددې نښتو له امله میرویس میدان او کابل پوهنتون ته وتلې ټولې لارې بندې وې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و.

د کابل پوهنتون په لیلیه کې د  یو شمیر محصلینوتر منځ نښتې شوي او ۱۱ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه محصلین چې د کابل بیلابیلې لارې یې د اعتراض په توګه بندې کړي وايي، دا نښته د یوشمېر محصلانو ترمنځ په دننه پوهنتون کې د جومات پرسر رامنځ ته شوې ده.

د کابل پوهنتون ځينې محصلین وايي چې دغو جګړو ته له پخوا تیار نیول شوی و .

دغه محصلین وايي، چې په دغه نښته کې ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو او وژل شوو کې د همدې پوهنتون محصلان، چې تر ډېره لیله محصلان و موجود دي.

په دې اړه رسمي سرچینو تر دا دمه څه نه دي ویلي.

دا نښتې په داسې حال کې رامنځته کیږي، څو کاله وړاندې د محصلینو تر منځ د نښتو له امله تقریبا یو میاشت د کابل پوهنتون تړل شوی و.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13994-kabul-attack

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading