بازتاب نیوز

حکمیتار: حکومت په لوی لاس تیرې ټاکنې مهندسي کړې وې

٢٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

پنجشنبه, 24 لړم

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، حکومت په لوی لاس د ولسي جرګې ټاکنې مهندسي کړې وې

حکمیتیار وايي، چې د ولسي جرګې تیرې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې او حکومت له احزابو سره د یو بې طرفه هیت ژمنه کړې وه، چې تر دامهال نه دی ټاکل شوی.

نوموړی وايي، چې په حکومت کې دننه ځیني کړۍ د جګړې لامل شوي او د خپلو شخصي ګټو پخاطر نه غواړي چې له وسله والوا ډلو سره سوله وشي او جګړه پای ته ورسیږي.

د ولسي جرګې ټاکنې چې له پراخو درغلیو او ستونزو ډکې وې د سیاسي احزابو او ټاکنو څارونکو بنسټونو له بیا بیا غوښتنو سره سره یې د څیړلو په اړه افغان حکومت پلاوی نه دی ټاکلی.

دلته د حزب اسلامي مشر پر حکومت نیوکه کوي، چې د ولسي جرګې تیري ټاکنې یې په سمه توګه مدیریت نه کړې او افغان حکومت د یادو ټاکنو په تړاو د هیت ټاکل، چې له سیاسیونو سره پرې ژمنه شوې وه نه ده پر ځای کړې.

حکمیار وايي، چې د ولسي جرګې تیري ټاکنې د حکومت له لورې مهندسي شوې او په لوی لاس هڅه شوې چې یادې ټاکنې له درغلیو ډکې ترسره شي.

حکمتیار وايي، چې د ولسي جرګې تیرې ټاکنې په پراخه توګه له درغلیو ډکې وې او که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم په یاد سیسټم ترسره شي له درغلیو به خالي نه وي.

ګلبدین حکمتیار د سولې په پروسه کې افغان حکومت صادق نه بولي او وايي، چې په حکومت کې ځیني کړۍ د شخصي ګټو لپاره د جګړې دوام ته هڅې کوي چې یاده جاره د جګړې دوام لامل شوې.

حکمتیار که څه هم د حزب اسلامي له لورې ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند وړاندې کول نه ردوي خو وايي، چې له جمعیت پرته به له ټولو ګوندو سره په مشروه واحد نوماند وړاندې کړي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13993-hekmatyar

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading