بازتاب نیوز

که د جګړې مهارلپاره تجهیزات نه وي نو حکومت سقوط سره مخ دی

٢٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

پنجشنبه, 24 لړم

د تجهیزاتو نشتوالي په تړاو د افغان امنیتي چارواکو وروستۍ څرګندونې د خلکو روحیه ځپي.

د چارو شنونکي وايي، له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په شته والي کې که امنیتي ځواکونه د جګړې د مهارولو لپاره کافي تجهیزات ونه لري، دغه وضعیت د سقوط پر لور د حرکت او یوه بد حالت ښکارندويي کوي.

د ملي دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې د روانې پیچلې جګړې د مهارولو لپاره کافي تجهیزات نه لري.

د روانې جګړې د مهارولو لپاره د کافي تجهیزاتو د نشتوالي په تړاو د ملي دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ملي دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې روانه جګړه ډېره پيچلې ده او دوی نه شي کولی په موجوده امکاناتو دغه جګړه مهار کړي.

د امنیتي ادارو مسئولانو دغه څرګندونې له ګڼو غبرګونو سره مخ شوي دی.

د چارو شنونکي وایي، که حکومت د روانې جګړې د مهارولو لپاره کافي تجهیزات نه لري، نو حکومت د سقوط حالت سره مخ دی.

په ورته مهال شنونکي او عام هیوادوال وایي، که امنیتي ادارې له وسله والو ډلو سره د جګړې لپاره تجهیزات نشي برابرولی نو له امریکا سره د امنیتی تړون موجودیت هم بې ګټې دی.

له وسله والو مخالفانو سره د جګړې لپاره د لازمو تجهیزاتو د نشتوالي په تړاو اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د امنیتي سرتیرو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې، حتی تردې، چې خپله ولسمشر غني هم ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸ زره امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13991-mod-rex

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading