بازتاب نیوز

بهرنیو ځواکونو په ۲۰۱۸ کال کې تر ۵ زرو زیات بمونه غورځولي

٢٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

پنجشنبه, 24 لړم

بهرنیو ځواکونو روان کال په افغانستان کې تر ټولو زیات هوايي بریدونه کړي دي.

د فوربیس په نوم یوې مجلې د امریکا هوايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د راپور پراساس ویلي، چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو په ۲۰۱۸ کال کې ۵ زره او ۲۱۳ هوایي بریدونه کړي، چې دا شمېر د نورو کلونو په پرتله تر ټولو لوړ دی.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د هوايي بریدونو د زیاتوالي له امله د ملکي مرګ ژوبلې شمېر هم لوړ شوی دی.

د فوربیس په نوم یوې مجلې د امریکا د هوایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د راپور پر اساس ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو هوايي بریدونه په ۲۰۱۸ کال کې د تېرو کلونو په تر ټولو ډېر و.

په دې راپور کې راغلي، چې امریکايي بې پیلوټ او جیټ الوتکو په افغانستان کې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ تر سپټمبر میاشت پورې ۵ زره او ۲۱۳ هوایي حملې کړې دي.

ددې راپور پر اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور له پيل تردې مهاله د تېرو کلونو په پرتله هیڅ کله دومره هوایي بریدونه نه دي شوي دي.

د فوربیس مجلې راپور

(( د باراک اوباما د دورې په پای کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه کم شوي و، خو په ۲۰۱۵ کال کې ۹۴۷ هوايي بریدونه شوي، په ۲۰۱۶ کال کې ۳۳۷ هوايي حملې ثبت شوي، خو واک ته د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسیدو او د نوې تګلارې له اعلان سره هوايي بریدونه ډېر شوي، په داسې حال کې، چې په ۲۰۱۸ کال کې ۵ زره او ۲۱۳ هوايي بریدونه شوي.))

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو زیاتوالي له امله د ملکي مرګ ژوبلې شمېر هم لوړ شوی دی او یوازې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۶۹۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۳۰ تنه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې هم افغان او بهرنیو ځواکونو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي، چې ګڼو ملکیاتو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13990-bombs

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading