بازتاب نیوز

د سولې لپاره د ټاکنو له ځنډولو د افغان سیاستوالو هرکلی

٢٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز

پنجشنبه, 24 لړم

که ټاکنې ځنډول کیږي او بیا مؤقته اداره جوړیږي ترې ملاتړ کوو

د افغانستان یوشمېر سیاسي احزاب وایي، که ولسمشرۍ ټاکنې د سولې لپاره ځنډول کیږي دوی یې ملاتړ کوي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق او د جنبش ګوند غړي د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې وروستۍ لیکنې ته په اشارې، چې ښايي د سولې لپاره ولسمشرۍ ټاکنې وځنډیږي او یا لویه جرګه او موقته اداره رامنځته شي، وایي، که ټاکنې د سولې لپاره ځنډول کیږي او د سولې تر خبرو وروسته مؤقته اداره جوړیږي دوی ترې ملاتړ کوي.

د افغانستان نوې ملي جبهه او د ملي پيوستون د نهضت مشر هم وایي، چې د سولې د خبرو لپاره که ټاکنې ځنډول کیږي دوی ترې هر کلی کوي، ځکه د سولې ټینګښت په صورت کې سراسري سولې ته زمینه برابریږي.

خو د حزب اسلامي‌ مشر ګلبدین حکمتیار د ټاکنو له ځنډولو سره مخالفت ښيي او وایي، ټاکنې باید د اوسني حکومت په موجودیت کې ترسره شي او د مؤقتې ادارې جوړېدل حل لار نه ده.

د سیاسي ګوندونو یوشمېر غړي او افغان سیاستوال د سولې خبرو اترو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو هرکلی کوي.

وال سټریټ ژورنال په خپله وروستۍ مقاله کې ویلي، چې امریکايي چارواکي د افغانستان د انتخاباتو له هرې پروسې وروسته د بې نظمیو او دوامدارو سیاسي جنجالونو د رامنځته کېدو له امله ویریږي، چې دا چاره به د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې روانې خبرې زیانمنې کړي او له همدې امله د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو امکان دی.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر او د جنبش ګوند غړي وایي، د هرې هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د افغانستان اکثریت خلک ورسره موافق وي، که هغه د سولې لپاره د ټاکنو ځنډول او تر ټاکنو وروسته د مؤقتې ادارې ایجاد هم وي.

د افغانستان نوې ملي جبهه او د افغانستان ملي پیوستون نهضت وایي، چې دوی هم له هر هغه اقدام څخه هر کلی کوي، چې په افغانستان کې د دایمي سولې د ټينګښت سبب ګرځي.

د ملي پیوستون نهضت وایي، د سولې خبرو تر بریالي کېدو وروسته به شفافو او سراسري ټاکنو ته زمینه برابره شي، چې دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

خو د افغانستان یوشمېر نور سیاستوال پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي او وایي، چې ټاکنې باید ونه ځنډول شي.

د حزب اسلامي‌ مشر ګلبدین حکمتیار د ټاکنو له ځنډولو او د موقتې ادارې له رامنځته کېدو سره مخالفت ښيي او وایي، چې ټاکنې باید د اوسني حکومت په موجودیت کې ترسره شي .

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول رد کړي، خو په کور دننه د سولې ټینګښت لپاره د ټاکنو د ځنډېدو یا هم لویې جرګې او موقت حکومت رامنځته کېدو له مسئلې پراخ ملاتړ شوی.

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13989-ahzab

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading