بازتاب نیوز

یوناما: هلمند کې د بمبار ډېری قربانیان ماشومان او مېرمنې دي

٩ ليندی ١٣٩٧ بی بی سی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي، د تېرې سې شنبې په شپه په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو بمبار کې ۲۳ ولسي وګړي وژل شوي او درې ماشومان ټپي شوي دي.

دې ادارې د جمعې په ورځ رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي، چې د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ کې د بمبار ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

"لس ماشومان او اته ښځې وژل شوې دي".

له دې مخکې ځايي چارواکو هلمند کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ومنله، خو کره شمېر یې ونه ښود، مګر یوې سرچینې هغه مهال بي بي سي ته وویل چې اتلس کسان وژل شوي دي.

* د غزني په ګېلان کې څه روان دي؟

* جغتو کې بمبار؛ وژل شوي طالبان دي که ولسي وګړي؟

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، مالومه نه ده چې دا برید افغان که بهرنیو ځواکونو کړی دی.

یوناما وايي، چې دغه سیمه کې افغان ځواکونو او نړیوالو ملګرو یې د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي او د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو په خبره، له دې برید سره هممهال د هلمند نادعلي وسوالۍ کې د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

په دغه نښته کې هم درې کورونه په نښه شوي چې له امله یې دوه ولسي وګړي وژل شوي او د لسو ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپي شوي دي.

وسلوالو طالبانو د تېرې پنجشنبې په شپه کابل کې پر اېس پور جي بهرنۍ کمپنۍ د برید مسوولیت ومانه.

دې ډلې رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي، چې دا برید یې د هلمند په ګډون دریو ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیاتو کې د ولسي وګړو د وژنې غبرګون کې کړی دی.

ملګرو ملتونو له دې مخکې یوه رپوټ کې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال لومړیو نهو میاشتو کې د هوايي بریدونو له امله د ولسي وګړو مرګ ژوبله تر تېر کال ډېره ده.

د یوناما د رپوټ له مخې په دغه مهال ۶۴۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۵۵ سلنه یې ماشومان دي.

په دغه مهال ۲۷۹۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۲۵۲ ژوبل شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/science-and-technology-46395921

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading