بازتاب نیوز

د مدیریت په کچه د پولیسو مسوولین له ۳ کلونو زیات په یوه ولایت کې نشي پاتې کیدلای

١٢ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کورنیو چارو وزارت د روتیشن د نوي پروګرام پر بنسټ د پولیسو هغه مسوولین چې له ۳ کلونو زیات یې په یوه ولایت کې دنده ترسره کړي وي بل ولایت ته تبدیلیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، دغه پروګرام د لومړي ځل لپاره په ۸ ولایتونو کې پیل او له ۲ میاشتو وروسته به په ټول هېواد کې پلی شي.
نوموړي د دغه پروګرام د پلې کیدو موخه له اداري فساد سره مبارزه د شفافیت رامینځته کول او سیمه ییز پولیس په ملي او مسلکي پولیسو بدلول په ګوته کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ولایتونو ته د امنیتي بنسټونو د ګډ پلاوي د سفرونو په اړه چې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه تر سره کیږي یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په بشپریدو سره به د مرغومي د میاشتې له پیل څخه په ناامنه سیمو کې د تصفیې په موخه ژمني عملیات پیل شي.
هغه په ټینګار سره چې هیڅوک له قانون څخه پورته نه دي وویل، د غیر مسوولو وسله والو افرادو نیول  چې عامه نظم اخلالوي په اکثرو سیمو کې دوام لري.

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/political/2892-2018-12-03-12-10-31

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading