بازتاب نیوز

لوړو زده کړو وزارت ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیاکتنې په پلان کې شاملې کړې دي

١٤ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان له مخې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د افغانستان د لوړو زده کړو د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره اقدامات تر سره کړي دي.
د دغه وزارت ویاند، فیصل امین، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه وزارت د لاسته راړونو راپور وړاندې کاوه، زیاته کړه" لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب د پرمختګ او بیاکتنې په برخه کې، ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیاکتنې په پلان کې شاملې کړې دي، چې له دې جملې د دوو کلسترونو(حقوق او کرنې) بیا کتنه بشپړه شوې او تمه ده، چې د روان کال تر پایه به د ۶۵ نورو کلسترونو بیا کتنه هم بشپړه شي."
د ټولنې او اوسنې بازار له غوښتنو سره سم د درسي نصاب بیاکتنه او معیاري کول د لوړو زده کړو وزارت له بنسټیزو موخو څخه ده.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت، د بورسونو د عادلانه وېش او په دې برخه کې د روڼتیا د رامنځته کولو هڅه کوي.
د روان مالي کال له پیل څخه تر دې مهاله د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي بودجه څه باندې ۷۰ سلنه په شفاف ډول لګول شوې او تمه ده، چې د همدې مالي کال تر پایه به دا کچه له ۹۰ سلنې څخه زیاته شي."
د مثبت تبعیض په پام کې نیولو سره د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې ۶۸۵۰ سیټونه نجونو ته ځانګړي شوي دي. دغه راز د هیواد په پوهنتونونو کې د رهبرۍ په کچه د ښځو د ګمارنې لپاره هر اړخیزه طرحه چمتو شوې، چې په پلي کېدو سره به یې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځو حضور پراخ شي.
همدارنګه لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۷ مالي کال کې ۱۷ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه د اعتبار ورکولو په بېلابېلو پړاونو کې شامل کړي دي. د ۱۲ تحصیلي بنسټونو په اړه یې هر اړخیزه څېړنه کړې او په مرکز او ولایتونو کې یې د لوړو زده کړو د ۴۵ طبي خصوصي موسسو د ارزونې پروسه هم بشپړه کړې ده.
۱۵۹۰ تنه محصلین د مسلکي زده کړو په موخه له هیواد څخه بهر استول شوي دي. دغه راز ۱۷۰ استادان په کور دننه د ماسټرۍ پروګرام کې شامل شوي، ۴۸۴ استادان او کارکوونکي د ماسټرۍ او ۳۸ نور د دکتورا په پروګرامونو کې بهر ته لېږل شوي دي.
لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د عالي موسسو په چوګاټ کې ۲۲ شپني تحصیلي پروګرامونه تایید کړي، همدارنګه د کابل، هرات او کندهار په پوهنتونونو کې یې د ماسټرۍ ۷ پروګرامونه رامنځته کړي دي.
ویل کېږي، چې د ځانګړې کمېټې په رامنځته کېدو سره د دغه وزارت له اداري فساد سره د مبارزې د عمل پلان ترتیب او تطبیق شوی دی.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases/2893-2018-12-05-10-00-00

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading