بازتاب نیوز

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو نوې ګډه طرحه هیڅکله د کانکور د آزموینې د سهمیه بندۍ په مانا نده

١٧ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د لوړو زده کړو په برخه کې د متوازن پرمختګ او په لږ پرمختګ لرونکو سیمو کې د ځایي کادرونو د روزنې به موخه، د کانکور د آزموینې په ډګر کې نوې طرحه کابینې ته وړاندې کړې، چې د کابینې لخوا تایید شوې ده.
د دې طرحې له مخې د سږني کانکور ۷۵ سیټونه د تېر په څېر عمومي او ۲۵ سلنه نور یې د زونونو په کچه سیالۍ ته وړاندې کېږي. دا طرحه هیڅکله هم د سهمیه بندۍ په مانا نده او په شفاف ډول د کانکور پروسې ته د وړ کسانو د لار پیداکولو زمینه برابروي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، فیصل امین د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کفنرانس په مهال وویل:" د دې پروګرام موخه د ځایي کادرونو روزنه او د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د هغو ځوانانو وړتیاوو او ظرفیتونو ته وده ورکول دي، چې د کانکور له لارې ندي بریالي شوي."
د پوهنې وزارت ویاندې، نوریې نزهت هم په دې کفنرانس کې وویل، چې د دې طرحې هدف د قوم او ملیت په اساس تقسیم بندي نه، بلکې د افغانستان د ټولو ځوانانو لپاره د متوازن تحصیل د زمینې برابرول دي.
د کانکور سږنۍ آزموینه هم لکه د تېر په څېر عمومي تر سره کېږي، خو د طب، انجنیرۍ، حقوقو، اقتصاد، کرنې او کمپوتر ساینس په څانګو کې د کانکور ۲۵ سلنه سیټونه د هر زون په کچه سیالۍ ته وړاندې کېږي.
د دې پروګرام پر بنسټ، د پلازمینې په ګډون ټول هیواد د اړتیاوړ څانګو له مخې پر اتو زونونو وېشل شوی دی او د اړتیا وړ څانګو سهمیه د کانکور د لوړې نمرې په اساس په پام کې نیول شوې ده.
د کانکور تازه طرحه چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لخوا په ګډه توګه کابینې ته وړاندې شوې، تېره اوونې د کابینې لخوا تایید شوې ده.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases/2894-2018-12-08-10-24-25

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading