بازتاب نیوز

د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې د خپل فعالیت موده د ۱۳۹۸مالي کال تر پایه تمدید کړه

١٩ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د پیسو دنړیوال صندوق اجرائیوي بورډ یا (آی، ایم، ایف ) د افغانستان د حکومت د ژمنو د ارزونې وروسته د افغانستان د اقتصادي او مالي اصلاحاتو څلورمه دوره بریالي  ارزولې ده.
د ملي عوایدو د راټولولوشاخصونه، د ملي بودجې په جوړولو کې اصلاحات، د مالي ثبات ټینګښت او اقتصادي وده، دتورم نرخ، د هیواد د اسعارو ذخایر، د فساد پروړاندې مبارزه او د افغانستان مالي استحکام، په دغه دوره کې تر ارزونې لاندې نیول شوي دي.
داکتر محمد همایون قیومي د مالیې وزارت سرپرست او په زیربنايي چارو کې د ولسمشر سترسلاکار، او خلیل صدیق د افغانستان بانک رئیس چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون کړی ول، د افغانستان د حکومت د اقتصادي او مالي اصلاحاتو په اړه یې د پیسو د نړیوال صندوق د ارزونې د څلورمې دورې د پایلو راپور رسنیو ته وړاندې کړ.
د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان کې د پیسو د نړیوال صندوق د فعالیت له دوام څخه خوښي وکړه او ویې ویل: د پیسو د نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ د افغانستان حکومت د ژمنو له ارزونې وروسته  د افغانستان د اقتصادي او مالي اصلاحاتوڅلورمه دوره بریالۍ ارزولې او ددغه صندوق فعالیتونه یې د ۱۳۹۸ مالي کال ترپایه تمدید کړي دي.
همدا راز، د افغانستان بانک رئیس د خوښۍ په څرګندولو؛ پروخت د افغانستان د ژمنو ترسره کول، د اقتصادي ثبات په ټینګښت کې د پیسو د نړیوال صندوق له لوري د افغانستان د هڅو ستاینه، په کښته کچه د تورم ساتل، او د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو د مالي نظام ټینګتیا او د اسعارو د ذ خیرې زیاتوالی د حکومت ستر بریالیتوب وګاڼه.
نوموړي د پیسو د نړیوال صندوق راپور ته په کتو وویل: "د سیمې هیوادونو د پیسو د ارزښت د زیات رالوېدو سربېره،  د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغاني پیسو اسمي ارزښت شاوخوا ( ۹) سلنه ټیټوالی موندلی چې دا د سیمې د هېوادونو د پیسو د ارزښت د رالویدو په پرتله ډیر کم دی". 

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/economical/2895-2018-12-10-13-11-01

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading