بازتاب نیوز

د افغانستان د کرنې د لارې نقشه تایید شوه

٢٠ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کرنې د لارې نقشه پدې وروستیو کې د اقتصاد د عالي شورا لخوا تایید شوې ده. د کرنیزو محصولاتو ځنځیره ای ارزښت لوړیدل، بازار ته د کروندګرو د محصولاتو د رسولو څرنګوالی، د قوانینو بیا کتنه او د خوړو مصؤنیت د هېواد د کرنې د لارې د نقشې له اساسي موضوعاتو څخه دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال حمدالله همدرد چې نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د دغه وزارت له ویاند سره ګډون کړی ؤ وویل:
د کرنیزو تولیداتو اولویت بندي، غذايي مصؤنیت او د کرنیزو او پروسس ملي اتحادیو جوړول، د کرنیزو محصولاتو پر وضعیت مثبت اغیز کوي. 
دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، په هېواد کې په روان کال کې د زعفرانو د تولید کچه له ۱۳ ټنو څخه پورته ده، او د تیر کال په پرتله ۲۲ سلنه ډیروالی ښيي.
نوموړي زیاته کړه چې د زعفران کروندګرو لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د زعفرانو د وچولو ۱۰۰ دستګاوې نصب شوې دي، او تر اوسه د زعفرانو د پروسس ۶ مرکزونه هم جوړ شوي دي.
په روان کال کې د زعفرانو د خرڅلاو له کبله د کروندګرو عاید په سیمه ییزو بازارونو کې ۱۷ملیونو ډالرو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د زعفرانو د سږني تولید ۹۰ سلنه د آسیایي او اروپايي هېوادونو ۱۷ بازارونو ته لیږدول شوي دي. 
چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو صادرات له یوې میاشتې راپدیخوا پیل شوي دي، او تر اوسه د دغه دهلیز له لارې ۶۰۰ ټڼه جلغوزه چین ته صادره شوې ده، او په پام کې ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه د جلغوزو د صادراتو کچه دغه هېواد ته تر ۱۰۰۰ ټنو ورسیږي.
په هېواد کې د ځنګلونو وده، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له اساسي دنده څخه ده .
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/economical/2896-2018-12-11-12-07-57

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading