بازتاب نیوز

د افغانستان د تجارتي توکو لومړۍ جوپه د لاجوردو له لارې سبا لیږدول کیږي

٢١ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د لاجوردو لار سبا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس په حضور سره په هرات کې پرانیستل کیږي.
د جمهوری ریاست د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، چې نن يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د لاجوردو د لارې د پرانیستلو د څرنګوالي په اړه خبرې کولې وویل: دغه لار مرسته کوي، چې د افغانستان سوداګریز توکي د تورغندۍ او آقینې له بندرونو څخه د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارو د اروپا ازادو اوبو ته ورسیږي.  
د لاجوردو له لارې څخه په ګټه اخیستلو به سوداګریز او ترانزیتي لګښتونه ټیټوالی ومومي، او د سوداګرو مالونو ته به زیات بازارونه وموندل شي، ترانزیتي عواید به زیات شي او د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې به شریکان زیات شي.  
مرتضوي دې ته په ټینګار سره، چې د لاجوردو لار به په اقتصادي برخه کې د سیمې د هېوادونو ګټې سره وتړي، هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونو چلند به هم د افغانستان پر وړاندې اقتصادي چلند وي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال اجمل عبدالرحیمزي وویل چې د افغانستان سوداګریز توکي لکه د مالوچو مزي، کشمش، د هندواڼې او کنجدو زړي به سبا د ۹ بار وړونکو لاریو په وسیله د TIR له سیسټم څخه په ګتې اخیستو د لاجوردو له لارې ترکيې ته ولیږدول شي. 
د ترانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ وویل: په پام کې ده هغه خصوصي شرکتونه چې د TIR جواز ولري، خپل فعالیتونه دې د لاجوردو د لارې په اوږدو کې رسمي کړي تر څو د افغانستان د خصوصي سکتور استازیتوب ولري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لاجوردو له لارې د افغانستان د صادراتي توکو د لومړۍ جوپې له لیږد څخه هرکلی وکړ. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت د افغانستان د صادراتي توکو په لیږد او سوداګرۍ کې د لاجوردو لاره ډیر ارزښتناکه وبلله او ویې ویل چې له دغې لارې د سوداګرو د مالونو لیږد کم وخت او لږ لګښت غواړي. 
د لاجوردو له لارې افغانستان کولای شي چې پدغه لاره او همدغه راز په اروپا او د مدیترانې په حوزه کې زیاتو او پراخو بازارونو ته لاسرسی ومومي. دغه ترانزیتي دهلیز له کورنیو تولید کوونکو سره مرسته کوي چې مناسب، زیات او نوي بازارونه په هوکړه لیک کې په شاملو او د دغه مسیر نه بهر هېوادونو کې ومومي.  
د لاجوردو د لارې هوکړه لیک د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان د وزیرانو او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د اذربایجان د اوسپنې د پټلۍ د سهامي شرکت د لومړي مرستیال لخوا د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاريو د اووم کنفرانس RECCA په څڼډه کې د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۴مه نېټه لاسلیک شوی دی.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases/2897-2018-12-12-12-48-54

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading