بازتاب نیوز

هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

د (( نېزاويسيمايا گزېته )) ورځپاڼې خبريال ولاديمير سكوسېرېف په خپله هغه ليكنه كې چې د همدغې ورځپاڼې د اپرېل د ۲۹ نېټې په گڼه كې خپره شوې ليكي : په بوتان كې بايد د هند او پاكستان د لومړيو وزيرانو ليدنه كتنه وشي . دا خبرې اترې كېداى شي هغه خړپرتيا كمه كړي ، چې پر مومبى باندې د ترهگرو له بريد نه وروسته ددغو دوو هېوادو په اړېكو كې رامنځته شوې ده . ډيلى وايي چې په دغه بريد كې پاكستاني ځانگړو چوپړونو لاس درلود ، خو پاكستان يې ردوي . لكه څنگه چې انتظار كيږي ، د هند او پاكستان لومړي وزيران من موهن سينگ او يوسف رضا گيلاني بايد د سويلي اسيا د سيمه ييزې ودې ټولنې ( SAARC ) د غړو له غونډې نه وروسته په اړخيز ( څنگيز ) سالون كې سره وگوري او خبرې اترې وكړي . دغه ټولنه چې افغانستان، بنگله دېش، بوتان، هند، مالديوا، نېپال، پاكستان او سريلانكا يې غړيتوب لري، په ۱۹۸۵ ز كال كې جوړه شوې وه، چې موخه يې په سويلي اسيا كې د ژوند د كچې لوړتيا ده . په دغه سيمه كې د ځمكې پېنځمه برخه وگړي ژوند كوي . خو په تېرو ۲۵ كلونو كې ددغه سازمان ډېر لږ برى په برخه شوى دى . د همكارۍ پراختيا ته ددغې سيمې تر ټولو ډېرو لويو ، له پوځي پلوه پياوړو دولتونو، هند او پاكستان ترمنځ مخالفتونه مزاحمت كوي . ددغو دوو سيالانو ترمنځ د نفاق هډوكى د كشمير واده ده، چې مسلمانان پكې ژوند كوي ، خو د هند د جمو او كشمير ايالت يوه برخه ده . هند او پاكستان په خپل منځ كې درې ځلې جگړې كړې دي . دوه كاله مخكې ،هغه مهال كله چې د پاكستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف وو ، دواړه لوري دې ته نږدې شوي ول چې ترمنځ يې بشپړه موافقه وشي . خو پر مومبى باندې د ترهگرو بريد، چې د هند سوداگريزه منځۍ ده ، په ۲۰۰۸ ز كال كې دغه دوه گاونډيان يو ځل بيا د لانجې تر بريده ورسول . هند خبرې اترې غوڅې كړې او دا غوښتنه يې وكړه چې پاكستان د هغو كسانو پلټنه وكړي چې په نوموړي خونړي بريد كې لاس لري او لامله يې ۱۷۴ كسان وژل شوي . ډيلى وايي چې په دغو عملياتو كې (( دولتي عناصرو )) برخه درلوده . دلته يې موخه د پاكستان ځانگړي چوپړونه دي . اسلام اباد اعتراف وكړ چې د بريد د پلان يوه برخه په پاكستان كې جوړه شوې وه ، خو دا خبره چې په هغه كې دولتي جگپوړو اشخاصو لاس درلود ، ردوي . اوس نو په دغه ډېره سړه فضا كې د دوو هېوادو لومړي وزيران د هماليا په لوړو غرونو كې د كوشنۍ شاهي بوتان په پلازمېنه كې بايد سره وگوري . هغه جنجاليزه څارگريزه لانجه چې د سويلي اسيا د سيمه ييزې ودې ټولنې ( SAARK ) د غړو هېوادو د كنفرانس د پرانيستل كېدو نه لږ مخكې رامنځته شوې ، ونه شو كولاى چې د دوى ترمنځ اړيكي ښه كړي . هند يوه ديپلوماته ښځه چې په پاكستان كې يې د هند په سفارت كې كار كاوه ، ونيوله . د سفارت دويمه سكرټره ، ۵۳ كلنه مادهوري گوپتا د پاكستان د اطلاعاتي خدماتو كاركوونكې وه . دا ښځه په دې تورنه شوې چې دې پاكستان ته پټ مالومات وركول . موږ د روسيې د پوهنو اكاډيمۍ د ختيځپوهنې انستيتوت د هندي څېړنو منځۍ له مشرې تاتيانې شاوميان نه پوښتنه وكړه ، چې د هند او پاكستان ترمنځ په لوړه كچه خبرو اترو نه څه ډول انتظار كېداى شي ؟ هغې په ځواب كې داسې وويل : (( خبرې اترې له دې نه ښې دي چې كورټ نه وي . خبرې اترې لږ تر لږه كولاى شي چې د لوريو ترمنځ دريځونه روښانه كړي . خو په اړېكو كې كومې پرېكنده پايلې ته په هيله من كېدو نه ارزي . د كشمير ستونزه به هواره نه شي . خو د وټيزې ( اقتصادي ) همكارۍ ، ترانسپورتي تړاوونو په ټينگښت او خلكو ترمنځ تړاوونو په برخه كې وړاندې تگ شونى دى . )) كارپوه وايي چې د پولې په دواړو لوريو كې ، همدا راز په كشمير كې گڼ شمېر بېلې شوې كورنۍ شتون لري . دوى غواړي چې په خپل منځ كې راشه درشه ولري . سوداگر چمتو دي چې سوداگرۍ ته پراختيا وركړي . خو په خواشينۍ سره چې دې كارونو ته هغه ښكارنده مزاحمت كوي چې هندوستانيان يې (( د پولې ها خوا ترهگرۍ )) په نامه يادوي . دلته موخه په پاكستان كې مېشتې افراط غوښتونكې ډلې دي . كارپوه په پاى كې وويل : (( ډيلى غواړي چې دغو افراطي ډلو ته پايټكى كېښودل شي . اسلام اباد هم داسې گڼي چې ترهگرۍ دواړه دولتونه له لوى گواښ سره مخ كړي دي . خو تر اوسه پورې دغه گواښ له منځه نه دى وړل شوى . ))

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/127.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading