بازتاب نیوز

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر پلان کار پیل شوی

١٩ مرغومی ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

2019-01-09 | 20 دقيقه مخکې

له افغانستانه د نژدې اووه زره امريکايي سرتېرو د اېستنې په اړه د ولسمشر ټرمپ له لارښوونې وروسته اوس پر دغه پلان کار پيل شوى دی.

خو د سيپنې ماڼۍ دوو لوړ پوړو چارواکو له نوم پرته ويلي له افغانستانه د وتونکو ځواکونو شمېر به ښايي له اووه زرو خورا ډېر کم وي.
د ملکي او پوځي برخې ټول ټال شپږو چارواکو واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته د دغه پلان په اړه چې اوس يې پر مسوده کار روان دى مالومات ورکړي، خو د دغې موضوع د حساسيت له امله يې خپل نومونه نه دي ښودلي.
پوځي سلاکارانو ولسمشر ټرمپ قانع کړى چې له افغانستانه د ځواکونو سوکه او په کم شمېر کې اېستل اوسمهال تر ټولو ښه لار ده، خو چارواکو دا خبردارى هم ورکړى چې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او ولسمشر هره شېبه د ټولو ځواکونو د اېستلو حکم کولی شي.
هغو چارواکو چې د دغه پلان په تړاو یې څرگندونې کړې له افغانستانه د وتونکو ځواکونو د شمېر له ورکولو ډډه کړې ځکه د دوى په وينا دا شمېر بدلېدى شي، خو ښايي د هغه شمېر نيمايي وي چې ولسمشر ټرمپ يې په لومړي سر کې د اېستنې غوښتنه کړې وه.
افغانستان کې اوسمهال څلوارلس زره امريکايي سرتېري مېشت دي او ولسمشر ټرمپ ويلي و چې دا شمېر به شاو خوا اوو زرو ته ټيټ کړي.

احمد میرزاد

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/36976-2019-01-09-07-43-47

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading