بازتاب نیوز

انقلابي ځايناستي توب

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

ېګور نظاموف ، په خپله هغه ليكنه كې چې د دوشنبې په ورځ په كومېرسانټ ورځپاڼه كې خپره شوې ، داسې ليكي : په تېره اوونۍ كې د قرغزستان پېښو منطقي وده ومونده . په سـبا ورځ باندې لږ تر لږه د كوم ډاډ درلودلو په خاطر چارواكو يو ناكامي نه منونكى تاكتيك غوره كړ ، چې هغه خپلو لويو سپانسرانو يانې روسيې او د امريكا متحده ايالاتو ته د خپلې وفادارۍ ښودل دي . نوې قرغزۍ ادارې ته له زړې ادارې نه پر واك وځواك سربېره زړې مالي ستونزې هم ورپاتې دي ، او چا به په دې اړه شك ښودلى واى چې نوي قرغزي چارواكي ددغو ستونزو د هواري لپاره هغه چا ته مخ اړوي ، چې هماغو مخكينيو چارواكو ته ډېر ښه مالوم ول . د اپرېل په ۸ له زر تېرېدونكي انقلاب نه وروسته د دغه هېواد د لنډمهاله حكومت مشرې روزه اوتونبايوا سملاسي د روسيې له لومړي وزير ولاديمير پوتين سره د ټيليفون پر كرښه تړاو ونيو او هغه ته يې خبر وركړ چې كه د نوي قرغزستان مالي ملاتړ وشي بده به نه وي . دې ته ډاډبښونكي ځواب وركړ شو او په دې بله ورځ د اپرېل په ۹ په وټيزو ( اقتصادي ) مسئلو كې د اوتونبايوا د مرستيال الماز بېك اتمبايف تر مشرۍ لاندې يو قرغزى پلاوى ماسكو ته راوالوت . د روسيې په پلازمېنه كې د قرغزي پلاوي تود هركلى وشو او په لنډ مهال كې يې د وزارت په كچه له اتمبايف سره داسې ليدنه كتنه سمبال كړه چې په هغې كې د لومړي وزير مرستيال يګور سېچين او د ماليې وزير الكسى كودرين هم برخه واخيسته . كله چې ټولې اړينې خبرې اترې پاى ته ورسېدې ، اتمبايف له ښكاره قناعت سره روسيه او قرغزستان ستراتيژيكي ملګري وبلل ، او يادونه يې وكړه چې (( پخوا دغه دوه هېوادونه كورټ داسې ول لكه يوه كورنۍ )) . روسي چارواكي چې له هماغه لومړي سر نه يې د قرغزستان انقلاب پلوي وښووده ، داسې ښكاري چې د ځوابيه ولولو په څرګندولو سره خوشاله شول او هماغه شېبه يې دا خبرتيا وركړه چې قرغزستان ته به ۳۰ دېرش ميليونه ډالره پور وركړي . همدا راز يې ژمنه وكړه چې۲۰ شل ميليونه ډالره به نور هم په دې شرط بې پوره ( يانې د مرستې په توګه ) ورته بېلې كړي ، چې په سيده ډول يې يوازې د وګړو پر ضرورتونو ولګوي . په دې ډول د قرغزستان د ولسي باور حكومت د خپلې دولتي خزانې زېرمه دوه برابره ډېره كړه . د واك وځواك نيولو پر مهال په دغه دولتي خزانه كې ټولې پيسې پنځوس ميليونه ډالره وې . ولاديمير پوتين ته د روزې اوتونبايوا له ټيليفون نه دوې ورځې وروسته يو ځل بيا مهمې ټيليفوني خبرې وشوې ، دا ځل دا ټيليفوني خبرې اترې د امريكا د متحده ايالاتو د باندينيو چارو له وزيرې هيلارې كلينټن سره ترسره شوې . اوتونبايوا له هغې نه هم د مالي مرستې هيله وكړه . هغې همدا راز كلينټن ته ډاډ وركړ چې قرغزستان به متحده ايالاتو ته دا شونتيا وركړي چې وكولاى شي په راتلونكې كې هم په افغانستان كې د خپلو پوځونو د سمبالتيا لپاره د ترانزيټي بارونو د لېږدولو په موخه د قرغزستان له ماناس هوايي اډې نه كار واخلي . څرګنده شوه چې هيلاري كلينټن هغه څه واورېدل ، چې څه يې غوښتل واوري ، نو يې خپل مرستندوى روبرټ بلېيك د راتلونكو خبرو اترو لپاره بيشكېك ته واستاوه . دده د خبرو له مخې د لنډمهاله حكومت كړنو امريكايي ادارې ته خوشبيني وروبښله او روزه اوتونبايوا ددغه حالت نه په كاراخيستنې سره هيله وكړه چې (( وټيزه مرسته په سيده ډول زموږ د وزارتونو له لارې تر لاسه كړي )) . بلېيك په كره ډول ونه ويل چې امريكايي چارواكي له قرغزستان سره د څومره مرستې كولو ته چمتو دي . لږ تر لږ هماغه بيشكېك ته نږدې د ماناس پوځي اډې د باړې تړون د مودې اوږدول به هېواد ته په كال كې څو لسګونه ميليونه ډالر ورپه برخه كوي . له آره خو نوي قرغزي حكومت له انقلاب نه وروسته په څو لومړيو ورځو كې وكولاى شول چې هغه څه ترسره كړي ، څه چې راپرزېدلي ولسمشر كورمان بېك باقييف كورټ نه شو ترسره كولاى . هغه دا چې نوي چارواكي ، په داسې حال كې چې هېڅوك يې خوابدي نه كړل ، د روسيې او امريكا متحده ايالاتو په وړاندې يې خپله وفاداري او ملګرتيا څرګنده كړه او له دواړو سپانسرانو نه يې پيسې تر لاسه كړې . په دې ډول يې پرې د خپل ځان قانونيت هم په رسي ډول وپېژاند .

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/121.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading