بازتاب نیوز

امریکا قندهار له طالبانو پاکوی

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

ولادیمیر سکوسیریوف د « نی زاویسیمایا گازیته» د ورځپانی په ننی گڼه کی لیکی چی په افغانستان کی به د امریکا د متحدو ایالاتو بل ستر عملیات د قندهار تصفیه کول وی، په دی هکله سپینی ماڼی خبر ورکړی. خو کله چی متحدین په جنوب کی په عملیاتو بوخت دی، طالبانو د هیواد په نورو سیمو، له هغی جملی، په پلازمینه کی تروریستی عملونو ته لاس اچولی دی. امریکایی او انگلیسی پوځونو د افغانستان د اردو په ملاتړ د هیواد په جنوب کی د مارجی په ولسوالی کی د طالبان مقاومت شنډ کړی دی. خو د ښار په شاوخوا سیمو کی خوری وری ډزی دوام لری. خو له دی سره سره ، لکه څرنگه چی د سپینی ماڼی یوه مامور د « نیویارک تایمز» ورځپانی ته خبر ورکړی، امریکایی جنرالان همدا اوس در راتلونکو سترو جگړه ایزو عملیاتو پلان جوړوی. دا ځل تصفیوی عملیات باید په قندهار، د هیواد په دوهم لوی ښار کی، چیری چی د طالبانو غورځنگ رامنځ ته شوی ، تر سره شی. د امریکا د ولس مشر بارک اوباما د اداری مامور ویلی چی د مارجی عملیات د قندهار د سترو عملیاتو پیلامه وه، چی په روان کال کی به تر سره شی. دا خبره څرنگه توضیح کولی شو چی واشنگټن افغانان د مخه له راتلونکو لویو عملیاتو خبروی؟ واشنگټن اصلاً غواری په یوه وخت کی دوه مسالی حل کړی: لومړی دا چی، وسله والو جگړه مارانو ته د جگړی له اساسی سیمی حخه د وتلو امکان ورکری او پدی ډول غواړي د یرغلیزو ځواکونو او ملکی خلکو د تلفاتو مخه ونیسی. دوهم دا چی خلکو ته خبرداری ورکوی چی د افغانستان مرکزی حکومت ځواکمنی به په سیمه کی ټینگه کړی شی. خو په داسی حال کی چی د متحدینو ځواکونه په مخامخ جگړه کی ټاکلی بری تر لاسه کوی، طالبان ځوابیه گوزار د جبهی تر شا پر دښمن واردوی او پلاز مینی ته ځانمرگی استوی. د تیری اونی په پای کی طالبانو د سوداګرِی پر یوه مرکز او یوه پنځه ستوریزهوټل د ښار په مرکز کی برید وکړ. په دی هوټلونو کی بهرنیانو، په عمده توگه هندی ډاکترانو ژوند کاوه چی د ماشومانو په روغتونونو کی یی کار کاوه. په دی پیښه کی 17 کسه ملکی وگړی ووژل شول او 32 کسه نور ټپیان شول. له وسله والو کسانو سره جگړه دری ساعته روانه وه. دا له 2008 کال را پدیخوا پر هندی اتباعو دریم برید دی. په دوو پخوانیو بریدونو کی 100 کسه هندی وگړی وژل شوی وو. د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چی " دا د هغو کسانو کار دی، څوک چی غواړی د هند او افغانستان تر منځ دوستی ویجاړه کړی او نه غواړی تر حو افغانستان په پیاوړی دموکراتیک دولت بدل شی». د رویتر اژانس په دی اړوند یادونه کوی، چی هند په افغانستان کی زیاته پانگه اچولی ده. هند هلته لاری جوړوی او په کابل کی پر سفارت سربیره څلور قونسلگری لری. د هند د رسمی چارواکو د وینا سره سم، پر هندی موسسو او کمپنیو په بردونو کی د پاکستان د پوخی استخباراتو اداره ( ISI ) لاس لری. په دهلی کی داسی اټکل کوی چی پاکستان له طالبان څخه په گټه اخیستو، په افغانستان کی د خپل اصلی دښمن پر ضد " فرمایشی جگړه" پرمخ بیایی. د دی بریدونو موخه – په افغانستان کی د هند د نفوذ د ټینگیدو مخنیوی دی. په دی وروستیو وختونو کی امریکایی دیپلوماسی په کلکه هلی ځلی کوی تر څو دا گاونډی هیوادونه دی ته وهڅوی، تر څو هغوی سره پخلاشی او خپل فعالیت له تروریزم سره مبارزه ته وقف کړی. خو که چیری په کابل کی په چاودنو کی د پاکستان د استخباراتی ادارو د دخالت نظر سم وی، نو واشنگټن ته به سخته وی د خپلو دیپلوماتیکو هلوځلو د بری هیله ولری. گینادی چوپرین د روسیی د علومو د اکادمی د اکادیمیسین کاندید د « نی زاویسمایا گازیته» د هیلی په اساس پر موجوده حالاتو د تبصری په ترځ کی څرگنده کړه چی پاکستان د افغانستان له طالبانو او د هغوی له مشرانو سره اړیکی لری. دا حقیقت دی. خو په کابل کی په تروریستي بریدونو کی د پاکستان د پوځی استخباراتو د لاس لرولو په هکله څرگندونی – سیاسی تجارت دی. په دی هکله کوم ثبوت وجود نه لری. په تیره بیا په داسی حال کی، کله چی پاکستان غواړی له هند سره په اړیکو کی کړکیچ چی په 2008 کال کی پر مومبای د بریدونو په نتیجه کی را منځ ته شوی وو، له منځه یوسی. گینادی چوپرین د امریکا پر ستراتیژی د تماس په ترځ کی څرگنده کړه چی د هغی لومړنی موخی – د چین او ایران پر خلاف په اډه د افغانستان بدلول او همدارنگه په افغانستان کی د ژوندی دولت جوړول – ندی تر لاسه شوی. امریکایی ټولنه له جگړی ستړی شوی ده. له همدی کبله امریکا غواړی دښمن ته اعظمی زیان ورسوی او همدارنگه له منځ لارو طالبانو سره خبری اتری پیل کړی. دا کار ددی لپاره تبلیغاتی زمینه برابروی، تر څو په دی ډول د خپل ماموریت بری او په پړاویزه توگه د امریکایی قطعاتو وتل اعلان کړی. کارپوه په پای کی زیاته کړه چی روسیه او دافغانستان نژدی گاوندی مجبور دی دا پریکړه ونیسی چی د پیښو د دی ډول بدلون په صورت کی څه ډول غبرگون وښیی.

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/115.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading