بازتاب نیوز

د ماليه نه وركوونكو كسانو او شركتونو د وسلو جوازونه لغوه كېږي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د كورنيو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به يوازې هغو كسانو ته د وسلې ګرځولو جواز وركړي، چې نومونه يې د ماليې وزارت د ماليه وركوونكو په لېست كې شامل وي.

دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د هغو كسانو او شركتونو د وسلو جوازونه به لغوه كړي، چې د ماليه وركوونكو په لېست كې ثبت نه وي.

سرچينې زياته كړې، د وسلې د جواز غوښتونكي كه د خپلې ماليې د روڼتيا په اړه د ماليې وزارت تصديق د كورنيو چارو وزارت ته وړاندې نه کړي، دا جواز نه وركول كېږي.

په خبرپاڼه كې راغلي، زرګونه كسان په كابل او نورو ولايتونو كې په دې بهانه، چې امنيت يې په خطر كې دى، له شخصي او خصوصي ساتونكو كار اخلي او سلګونو نورو هم د وسلې ګرځولو د جواز ترلاسه كولو غوښتنه كړې ده.

د سرچينې په وينا، دا كار يوازې د ملي عوايدو د زياتوالي په هدف ترسره كوي.

د يادونې وړ ده، چې د كورنيو چارو وزارت وروستي اقدامات د خلكو له تود هركلي سره مخ شوي دي.

 

The post د ماليه نه وركوونكو كسانو او شركتونو د وسلو جوازونه لغوه كېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/13/%D8%AF-%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9%87-%D9%86%D9%87-%D9%88%D8%B1%D9%83%D9%88%D9%88%D9%86%D9%83%D9%88-%D9%83%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%A7%D9%88-%D8%B4%D8%B1%D9%83%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading