بازتاب نیوز

د فاریاب پولیسو د ۴۱ وسلوالو طالبانو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ آریانا نیوز

د فاریاب د امنیه قومنداني ویاند ویلي، چې د دغه ولایت پّ خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو پر ځانګړيو عملیاتو د ۴۰ کسیزې ډلې د مشرقاري تاج الدین په ګډون ۲۰ وسلوالو طالبانو وژل شوي ۱۴ ټپیان دي او ۷ نور له وسلو سره نیول شوي دي.

دغه ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست خالد پښتون له سفر وروسته امنیتي ځواکونو د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې د وسلوالو مخالفانو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، چې په دې عملیاتو کې د یو سرګروپ په ګډون ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي، ۱۴ ټپیان دي ۷ نور امنیتي ځواکونو نیولي دي.

شاهین ۲۰۹ قول اردو د وژل شویو، ټپیانو او نیول شویو مخالفانو شمېر ۴۷ ښیي.

قول اردوی شاهین با نشر خبرنامه ای آمار کشته، زخمی و اسیران مخالفان را 47 تن میگوید.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي څرګنده کړې، چې په هغو عملیاتو کې، چې د خواجه سبزپوش پر اړوند سیمې تر سره شوي؛ ۲۰ طالبان وژل شوي، ۱۵ ټپیان دي او ۱۲ نور امنیتي ځواکونو نیولي دي.

نوموړي د افغان او پرېکنده ماموریت ځواکونو هوایي بریدونه د وسلوالو طالبانو په ځپلو کې د یادونې وړ بولي او وایي، چې دغه راز بریدونه به په اړوند سیمو کې روان وساتل شي.

دغه راز ویل شوي، چې د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک  کلي کې هم ۵ وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې ملکي او پوځي کسانو ته ځاني رزیان ندی رسیدلی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-uoou-113/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading