بازتاب نیوز

فاریاب کې ۲۰ طالب وسله‎وال وژل شوي دي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د فاریاب پولیس په دې ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په پایله کې د ۲۰ طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

دوی زیاتوي چې پوځي عملیاتو کې ۱۴ طالب وسله‎وال ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت پولیسو زیاتوي چې پوځي عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا په ګډه د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ترسره شوي.

د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش څرګندوي چې په وژل شویو طالبانو کې د قاري تاج الدین په نامه د دې ډلې یو قومندان هم شامل دی.

ښاغلي یورش وړاندې وايي چې اوولس طالب وسله‎وال له خپلو وسلو سره ځانونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%81%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%A8-%DA%A9%DB%90-%DB%B2%DB%B0-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87%E2%80%8E%D9%88%D8%A7%D9%84-%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%8A-%D8%AF%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading