بازتاب نیوز

ولسمشرۍ ټاکنې؛ عنایت الله حفیظ د څلورم نوماند په توګه نوم ثبت کړ

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ طلوع نیوز

عنایت الله حفیظ له خپلو مرستیالانو هر یو جنت ګل چکري او ماسټر شهراني سره نن یکشنبه د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو د څلورم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.

ښاغلی حفیظ وايي د بشري حقونو له هېڅ یوه سرغړونکي سره به جوړجاړی ونه‎کړي او که چېرې په ټاکنو کې بریالی شي هغو کسانو ته به د فعالیت اجازه ورنه‎کړي چې په فساد تورن دي. 

له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي یو شمېر نورو ټاکنیزو ډلو هم په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د نوم لیکنې لپاره تیاری نیولی دی.

دا د ولسمشرۍ ټاکنو څلورم نوماند دی چې په رسمي توګه یې د دغو انتخاباتو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1%DB%8D-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%DB%90%D8%9B-%D8%B9%D9%86%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%AD%D9%81%DB%8C%D8%B8-%D8%AF-%DA%85%D9%84%D9%88%D8%B1%D9%85-%D9%86%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%86%D8%AF-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88%DA%AB%D9%87-%D9%86%D9%88%D9%85-%D8%AB%D8%A8%D8%AA-%DA%A9%DA%93

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading