بازتاب نیوز

خوږیاڼو کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د ویزو په چینار سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي د عملیاتو په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شوي،دوه ټپيان شوي او دوه مرکزونه یې لمنځه تللي دي .

د یو بل خبر له مخې په سره رود ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې په جلال اباد ښار کې د وسله والو طالبانو د تروریستي پېښو طرحه او پلان کوونکی سباوون،چې مشهور په ساجد دی،ژوندی ونیول شو.

د دې عملیاتو پر مهال دوه تنه شکمن کسان هم نیول شوي،چې تر څېړنو وروسته به یې بشپړ هویت مالوم شي .

په دواړو ترسره شوو عملیاتو کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

(0)The post خوږیاڼو کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/خوږیاڼو-کې-۵-وسله-وال-طالبان-ووژل-شول/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading