بازتاب نیوز

کابل : د ۳۵ زره جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کابل والي وایي، چې د امنیتي ځواکونو او عدلي او قضایي بنسټونو په همغږۍ سره یې د ۳۵ زره جریبه ځمکې له غصب څخه مخنیوی کړی او ۱۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه یې د غاصبینو له منګولو را ګرځولې ده.

د کابل والي، محمد یعقوب حیدري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د کابل ولایت د وروستي یو کال لاسته راوړنې بیانولې، دې ته په ټینګار سره، چې د مسوولیتونو د ښه سرته رسولو په موخه د سیمه ییزو ادارو او عدلي او قضایي بنسټونو ترمنځ پوره همغږي شتون لري، زیاته کړه: د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله ۳۷ طالبان، ۳۸ داعشیان او د حقاني شبکې ۲۰ تنه غړي، چې په کابل ښار کې یې د ځانمرګو او بمي بریدونو هوډ درلود، نیول شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د کابل پولیسو په وروستیو درې ورځو کې ۵ تنه د تښتوونکو له منګولو ژغورلي او د یادې پېښې په تړاو یې ۸ تنه تورن کسان هم نیولي دي.

حیدري وویل: د کابل پولیسو په روان کال کې ۲۳۹۰ شکمن کسان هم نیولي او د کابل په ښار کې یې د ۶۰ امنیتي پېښو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی کړی دی.

د کابل والي د ۵۰ زرو عریضو او د ځمکو د ۴ زرو دوسیو څېړنه هم د کابل د سیمه ییزې ادارې له لاسته راوړنو وګڼل او ویې ویل، چې د کابل ښاروالۍ سره په هغمږۍ کې یې د ۱۶۵۴ خپل سرو ودانیو له جوړولو څخه مخنیوی کړی دی.

نوموړي وویل، موږ چمتو یو، چې د امنیتي ځواکونو او عدلي او قضايي بنسټونو سره په ګډه یو شان قانون پلی کړو، تر څو ولس احساس وکړي چې په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي. (0)The post کابل : د ۳۵ زره جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کابل-د-۳۵-زره-جریبه-ځمکې-د-غصب-مخنیوی-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading