بازتاب نیوز

افغان- آذربايجان کرنیزه سوداګري پیاوړې کیږي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي په شتون کې د آذربايجان د کرنې وزیر انعام کریموف سره ولیدل.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې افغان پلاوي په دې لیدنه کې د کرنې، کرنیزو محصولاتو په صادراتو او وارداتو، د e-agriculture سټراټيژۍ پراختيا او د امکان په صورت کې په افغانستان کې پر عملي کېدو بحث او خبرې وکړې.

د آذربايجان د کرنې وزیر چې پخوا يې د دغه هېواد د آسان خدمت د رئیس په توګه دنده تر سره کړې، ډاډ ورکړ چې د الکټرونيکي کرنې (د کرنيزو چارو لپاره د الکټرونيکي وسایلو څخه ګټه اخیستنه) په برخه کې به يې هم همکارۍ اغېزمنې وي.

(0)The post افغان- آذربايجان کرنیزه سوداګري پیاوړې کیږي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/افغان-آذربايجان-کرنیزه-سوداګري-پیاوړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading