بازتاب نیوز

ننګرهار :د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوې

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ننګرهار ولایت جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د درې ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او د یو ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې .

ننګرهار والي حیات الله حیات د پوهنې وزیر څخه مننه وکړه،چې دې ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شاوخوا پنځوس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د صدیق الله رښتیني لیسې دوه ودانیو او د اهل هنودو اولادونو لپاره د یو ښوونځي ودانۍ جوړې او د شهید محمد عارف لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه .

هغه د نورو ترڅنګ د اهل هنودو اولادونو لپاره په جوړې شوې ودانۍ خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ،چې د یاد ښوونځي د لا زیات معیاري کېدو په موخه به هر ډول همکاري وکړي .

د پوهنې وزیر دوکتور میرویس بلخي وویل،ننګرهار ته یې د سفر موخه د دې ولایت د پوهنیز وضعیت څخه له نږدې څارنه ده،چې له مخې به د روان کال چې د پوهنې د اشر کال دی، ارزونه وکړي او هم به د راتلوونکي لسیزې لپاره د دې ولایت اړوند د پوهنې په برخه کې وړاندیزونه واخلي .

نوموړي زیاته کړه،چې د دې ارزونې وروسته به د ننګرهار پوهنې وضعیت د ښه والي په برخه کې ځانګړي اقدامات ترسره کړي او هم به د دې ولایت پوهنې ادارې ته ځآنګړي مسؤلیتونه او صلاحیتونه هم په واک کې ورکړي.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل،په جلال اباد ښار کې د صدیق الله رښتین لېسې یوه ودانۍ د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ۹۵ زره امریکایی ډالرو په مالي لګښت او د دې لیسې دویمه ودانۍ د پوهنې وزارت له لورې د نولس میلیونه او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړې شوي،چې دواړه ودانۍ اتلس اداري او درسي خوني او نور ضروري ملحقات لري .

نوموړي زیاته کړه،همدا راز یې سویډن مؤسسې په شاوخوا ۹ میلیونه افغانیو مالي مرسته د اهل هنودو لپاره د یو ښوونځي ودانۍ د یو کال په موده کې جوړه کړه،چې شپږ درسي خونې او نور اړوند ضروي ملحقات لري .

د پوهنې رئیس د مالوماتو له مخې په جلال اباد ښار کې د شهید محمد عارف لېسې لپاره د یو سلو دیرش زره امریکایي ډالرو په مالي د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړې،چې دولس خونې او نورضروري ملحقات به ولري او چارې به یې د نهه میاشتو په موده کې بشپړي شي .

د اهل هنودو يو استازي له پوهنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د لومړي ځل لپاره يې ورته د ښوونځي ودانۍ جوړه کړه.

(0)The post ننګرهار :د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-د-۵۰-میلیونه-افغانیو-په-لګښت-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading