بازتاب نیوز

حمدالله محب سعودي ته په سفر تللی

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب، د چین خلق جمهوریت ته تر رسمي سفر وروسته، نن سعودي عربستان ته ولاړ.

سعودي عربستان ته له سفر وړاندې هغه په ابو ظبۍ کې د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکار الشيخ طحنون بن زايد آل نهيان او همدا شان دوبۍ ښار کې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د جلا کتنو پر مهال لیدلي دي.

دواړو خواوو په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر او همدا شان له ترهګرۍ سره پر مشترکې مبارزې مفصل بحث کړی دی.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب به سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال، د نوموړي هېواد له چارواکو سره د افغان سولې بهیر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث او نظریات شریک کړي.

(0)The post حمدالله محب سعودي ته په سفر تللی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/حمدالله-محب-سعودي-ته-په-سفر-تللی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading