بازتاب نیوز

دفاع وزارت:۴۶ وسله وال مو وژلي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ملي دفاع وزارت په مختلفو عملیاتو کې د ۴۶ وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکړ.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ ساعتونو کې۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۶ځانګړي کوماندویي دندې او ۲ هوایي بریدونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي.

د سرچینې له مخې  هوایي ځواکونو ۱۰۹پروازونه ملي اردو  د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۴۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۴۰ تنه ټپیان او ۱۵ تنه نور نیول شوي دي .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار،لغمان، کاپیسا، میدان وردک، خوست، غزني، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، هرات فاریاب، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره سره شوي.

وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

(0)The post دفاع وزارت:۴۶ وسله وال مو وژلي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/دفاع-وزارت۴۶-وسله-وال-مو-وژلي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading