بازتاب نیوز

ننګرهار: ژر به د دولتي بستونو ازموينه کمپيوټرايز شي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون د دارالانشاء رئیس ضياء احمد عبدالرحيمزي په ننګرهار کې دولتي بستونو ازموينې د کمپيوټرايز کولو خبر ورکړ.

نوموړی، چې د د يادې ادارې د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا ننګرهار ولايت ته په سفر راغلی و د دې ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په دفتر کې يې دغه څرګندونې وکړې.

مسئولينو وويل، چې په ننګرهار کې به د کابل په څېر د کمپيوټرايز ازموينې مرکز جوړوي، چې په کې به د دولتي درېمو او څلورمو بستونو ازموينه اخيستل کيږي.

دوی وايي ، چې کمپيوټرايز ازموينه ډېره شفافه ده او د هر ډول درغلۍ مخه په کې نيول شوې ده.

(0)The post ننګرهار: ژر به د دولتي بستونو ازموينه کمپيوټرايز شي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-ژر-به-د-دولتي-بستونو-ازموينه-کم/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading