بازتاب نیوز

کونړ:د لاجوردو لارې په اړه سیمینار ترسره شو

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کونړ په سېد جمال الدین افغاني پوهنتون کې د لاجوردو تاریخي لارې په ارزښت سمینار جوړ شو.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې د لاجوردو لار به نه یواځې دا چې د ورېښمو د لرغوني لارې پخوانی ټرانزیټي مسیر یو ځل بیا راژوندی کړي بلکې افغانستان به د اروپا، منځني ختیځ او سویلي اسیا ترمنځ د وصل په مهم مرکز بدل کړي.

میرزکوال زیاته کړه چې د لاجوردو لاره به د پاکستان د کراچۍ او د ایران د عباس بندرونو د یوه بدیل په توګه مرسته وکړي چې د سوداګرۍ په برخه کې پر ځانګړو هېوادونو د افغانستان اتکا راکمه او د سوداګرۍ په برخه کې په افغانانو د نړۍ اعتماد پیاوړی کړي

وینا والو د اقتصادي بحران په لمنځه وړلو او په نورو هېوادونو د افغانستان اتکا راکمولو په برخه کې د ولسمشر هڅې او خدمتونه د قدر وړ یاد کړل او د هغه له اقتصادي برنامو یې ننګه وکړه .

د سېد جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس استاد میر احمد حامد وویل چې افغانستان تاریخي ځانګړ تیاوې لري او اوسیدونکي یې د نړۍ له بېلابېلو تمدونونو سره اشنا دي دا د ویاړ ځای دی چې افغان د خپل پیاوړي ولسمشر د مدبرو هڅو او اغېزمنو برنامو په مټ خپل تاریخي مسیر ته راګرځي او افغانستان د سیمي او نړۍ هېوادونو د وصل او اعتماد په ستر مرکز بدلیږي .

(0)The post کونړ:د لاجوردو لارې په اړه سیمینار ترسره شو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ونړد-لاجوردو-لارې-په-اړه-سیمینار-ترسره/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading