بازتاب نیوز

کرکټ بورډ په کونړ کې کرکټ ته پراختیا ورکوي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

کونړ والۍ د اسعد اباد کریکټ لوبغالي پراختیا او ځوانانو ته د سپورتي اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ

د افغانستان کریکټ بورډ د پرمختیا چارو مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي کونړ ته د سفر پرمهال د کونړ له والي عبدالستار میرزکوال سره ناسته ترسره کړه او د کریکټ پرمختګ په برخه کې یې د کریکټ بورډ ادارې پلانونه د کونړ له والي سره شریک کړل .

وروسته د کونړ والي او مل پلاوي د اسعد اباد کریکټ لوبغالي او د امو زون ولایتونو راغلو لوبډلو لیدنه وکړه .

د کونړ کریکټ بورډ مشر شیر الله افغان د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د امو زون ولایتونو روانو دوه ورځنیو سیالیو چې په دې ولایت کې دکریکټ بورډ له لوري پیل شوي او یوه میاشت به دوام ومومي معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان کریکټ بورډ چې د اسعد اباد لوبغالی پراختیا او د کریکټ نوي روزنځي جوړولو تابیایې نیولې ، د پروژو د تطبیق په برخه کې راغلي پلاوي له ولایت مقام د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه

کونړ والي راغلي پلاوي او لوبغالو ته داسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکار ډاډ ورکولو ترڅنګ د کونړ نوي سپورټي کمپلکس چې د همده په هڅو منظور شوی او ژر به یې عملي چارې پیل شي څرګندونې وکړې .

نوموړي یاد کمپلکس د ځوانانو لپاره د ورزش پرمختګ په برخه کې یو ښه زیری یاد کړ او د ورته نورو پروژو راجلبولو ډاډ یې څرګند کړ

(0)The post کرکټ بورډ په کونړ کې کرکټ ته پراختیا ورکوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کرکټ-بورډ-په-کونړ-کې-کرکټ-ته-پراختیا-ورک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading