بازتاب نیوز

لغمان: په ۷ میلیونه افغانیو یو استنادي دېوال جوړیږي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان قرغیو ولسوالۍ د سنګیړې سیمې ۳۷۰ متره استنادي دیوال د رغونې چارې پیل شوې.

دلغمان ولایت د کلو بیارغونې او پراختیا رئیس امان الله میاخیل د معلوماتو له مخې چې د ددغه ریاست په تخنیکي او د نړیوال خوارکي سازمان په مالي همکارۍ یې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سنګیړې په سیمه کې د ۳۷۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل کړې.

نوموړی وایي، ددغه دیوال کارونه به په څلورو میاشتو کې بشپړ شي چې ورسره به ۳۷۳ د سیمې اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده چې ددغه استنادي دیوال په جوړیدو سره به په قرغیو ولسوالۍ کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاب له ګواښ څخه وژغورل شي.

(0)The post لغمان: په ۷ میلیونه افغانیو یو استنادي دېوال جوړیږي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/لغمان-په-۷-میلیونه-افغانیو-یو-استنادي-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading