بازتاب نیوز

دوسله والو کسانو برید د هرات پر شپږمې امنیتي حوزې

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي دغو وسله والو کسانو پر امنیتي سرتیرو باندې له ډزو وروستهد هرات په “پل رنگینه” سیمه کې شپږمې امنیتي حوزې ته ننوتي دي.ښاغلی فرهاد وایي د شپږمې امنیتي حوزې پر لور ټولې ارتباطي لارې د امنیتي ارگانونو له لورې تړل شوي او په ډزو کې تر اوسه دوه ترهگر وسله وال وژل شوی دی.

د هرات د والي ویاند همداشان وایي چې په سیمه کې د امنیتي قواو گډ عملیات تصفیوي روان دي.

پدې ترڅ کې د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي وایي تر اوسه د پنځو تنو مړي چې په کې یو ماشوم او دوه پولیس سرتیري شامل دي، دې روغتون ته انتقال شوي دي.

ډاکتر جلالي همداشان د یو ملکي وگړي د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.

تر اوسه ددې پیښې په اړه زیات جزییات ندي په ډاگه شوي، او د هرات ولایت مقاماتو رسنیو ته معلومات ندي ورکړي.

شپږمه امنیتي حوزه د هرات ښار په مرکز کې د والي دفتر ته نژدې پرته ده.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/دوسله-والو-کسانو-برید-د-هرات-پر-شپږمې-ام/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading