بازتاب نیوز

د عدلیې وزارت لخوا ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو فعالیت جواز لغوه کیدا

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل. د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت په دی اړه رسنیو ته وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازت ‌لیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی.

ښاغلي ریاضت زیاته کړه: “۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې.”

د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونه‌کړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-عدلیې-وزارت-لخوا-۱۲۰۰-ټولنیزو-ادارو-ف/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading