بازتاب نیوز

پر حکومت د وژل شویو سرتېرو د کورنیو نیوکې

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ طلوع نیوز

په پکتیا کې د یوه کومانډو سرتېري کورنۍ نیوکه کوي چې حکومت یې پوښتنه نه ده کړې. د وژل شوي کومانډو سرتېري، محمدزمان مور وايي د زوی له مرګه یې نهه میاشتې تېریږي، خو حکومت یې کورنۍ ته حقوق نه دي ورکړي.

محمد زمان پنځه ویشت کاله عمر دلود او څلور کاله یې د کومانډو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه. نووړی نهه میاشتې مخکې په کندز ولایت کې د جګړې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د محمد له وژل کېدو شپږ میاشتې وروسته یې زوی نړۍ ته راغلی، حنظله اوس مهال درې میاشتې عمر لري او نه پوهیږي چې مخکې له پیدایښت نه یې د پلار مینه له لاسته ورکړې ده.

د وژل شوي کومانډو سرتیري محمد زمان مور وايي:«کابو نهه میاشتې کېږي چې زوی مې شهید شوی، کابو څلور کاله یې دنده ترسره کړه. هیچا مو پوښتنه نه ده کړې، موږ له حکومت نه شکایت لرو.»

 خان زمان ، د وژل شوي کومانډو سرتیري تره دی، هغه زیاتوي:«چې پیسې ونلرې او شعبې ته مراجعه وکړې، څوک دې پوښتنه هم نه کوي، بېرته دې وباسي. زموږ د کس له وژل کېدو وروسته کله چې مو اسناد یوړل له یوې شعبې مو بلې ته لیږي.»

په ورته وخت کې د یو وژل شوي پولیس سرتیري، محمد آصف کورنۍ وايي په ډېر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي ځکه د ګټې وټې څوک یې نشته، دوی همداراز یاتوي چې د یوې نمرې ځمکې اسناد په لاس کې لري، خو تروسه په پکتیا کې د شهیدانو د ښارګوټي چارې نه دي پيل شوي.

د وژل شوي پولیس سرتیري محمد اصف مور وايي:«خلک نه ډوډۍ لرو نه اوبه لرو، د خلکو ځوانۍ یې دربدرې کړې.»

 د وژل شوي پولیس سرتیري ورور، محمد صدیق زیاتوي:«درې کاله مخکې محمد آصف د کابل بانک په دروازه کې بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله شهید شو. موږ نه کور لرو نه بل څه، دولت ژمنې کړې دي، خو نه یې عملي کوي، د کور ژمنه یې کړې ده خو تر اوسه یې نه ده عملي کړې.»

خو د پکتیا والي بیا وايي ډېر ژر به په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو ته د یوې نمرې ځمکې ویش لړۍ پيل شي.

د پکتیا والي، شمیم خان کټوازی وايي:«موږ د ټولو شهیدانو کورنیو ته د پولیسو او اردو ته، هغه حقوق چې د دوی دې کله چې موږ ته راورسیږي، موږ یې په برخه کې اقدام کوو، خو ښایې ځینې کسان پاتې شوي وي.‎»

دا په داسې حال کې ده چې یونیم کال وړاندې ولسمشر غني پکتیا ته د خپل سفر پرمهال د امنیتي لیکو کې وژل شوو سرتېرو کورنیو سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه  په دریو میاشتو په موده کې به یوه نمره ځمکه ورکوي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D9%BE%D8%B1-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%AF-%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88%DB%8C%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D8%AA%DB%90%D8%B1%D9%88-%D8%AF-%DA%A9%D9%88%D8%B1%D9%86%DB%8C%D9%88-%D9%86%DB%8C%D9%88%DA%A9%DB%90

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading