بازتاب نیوز

ننګرهار: په ۴۶ میلیونه افغانیو د بهرنیو چارو ریاست ودانۍ جوړه شوه

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د بهرنیو چارو وزارت له لورې د ننګرهار بهرنیو چارو ریاست لپاره د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

په دې مراسمو کې ننګرهار والي حیات الله حیات،د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر نصیر احمد اندېشه، ولایت اداري مرستیال تمیم عارف مومند، د ښار جوړونې رئیس عبدالقهار حیدري، د بهرنیو چارو رئیس اصیل جان نیازي او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، یاده ودانۍ د بهرنیو چارو وزارت له لورې د ۴۶ میلیونه درې سوه څلرویشت زره افغانیو په مالي لګښت په درې پوړونو کې د یو نیم کال په موده کې په پنځه سوه دیارلس متره مربع سیمه کې جوړه شوې ده .

نوموړي زیاته کړه، د بهرنیو چارو ریاست نوې ودانۍ چې د جلال اباد ښار په څلورمې ناحیې کې جوړه شوه،د غونډو تالار،د سیاسي ملاقاتونو څانګې او نور ټول ضروري ملحقات لري،چې د ننګرهار او بهرنیو ادارو ترمنځ به د اړیکو په ښه والي کې ترې لا زیاته استفاده وشي .

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکتر نصیر احمد اندېشه وویل،د هېواد په کچه یې ۶ معیاري ودانۍ په پلان کې نیولي وې،چې له جملې څخه یې د ننګرهار زون لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله .

هغه هیله وښوده،چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د بهرنیو هېوادونو قونسلګریو سره اړیکې پیاوړې او د ویزو سهولتونو ترڅنګ به په ښوونیزو،کلتوري او نورو برخو کې همکاري زیاته شي .

د دې ودانۍ د ګټې اخیستنې په څنډه کې د بهرنیو چارو ریاست نوی سرپرست رئيس اصیل جان نیازی هم په رسمي ډول د ننګرهار والي او بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي معین له لورې منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

(0)The post ننګرهار: په ۴۶ میلیونه افغانیو د بهرنیو چارو ریاست ودانۍ جوړه شوه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-په-۴۶-میلیونه-افغانیو-د-بهرنیو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading