بازتاب نیوز

کابل: د اساسي قانون کلیزه ونمانځل شوه

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کابل ولايت په چهارآسیاب، پغمان، شکردره او استالف ولسوالیو کې د اساسي قانون پينځلسمه کاليزه ولمانځل شوه

په دغه مناسبت په جوړو شويو مراسمو کې، د یادو ولسوالیو ولسوالانو، امنیتي مسئوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د پوهنې امريت مسئوولېنو ګډون کړی وه.

ګډونوالو د هېواد د اساسي قانون د پينځلسمې کاليزې مبارکۍ ترڅنګ وويل، ولسونو تل د نظام او افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو څخه په کلکه ننګه کړې او د قانون په پلې کولو کې يې د اړوندو ادارو سره لازمه مرسته ترسره کړې ده.

هغوى زیاته کړه: موږ اساسي قانون ته درناوی کوو او د دولت څخه هم په کلکه غوښتنه کوو، هغه کسان چې قانون ته غاړه نه ږدي، غیري قانوني کړنې ترسره کوي، د هغوی سره باید قانوني چلند وشی او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

(0)The post کابل: د اساسي قانون کلیزه ونمانځل شوه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کابل-د-اساسي-قانون-کلیزه-ونمانځل-شوه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading