بازتاب نیوز

ورځپاڼو ته کتنه؛ "هند د افغانستان اقتصادي رغونې ته ژمن دی"

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ بی بی سی

هند د افغانستان اقتصادي رغونې ته ژمن دی، دا د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سراج خبره ده چې د ټایم اف انډیا ورځپاڼې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي پرون د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونده کې اغلې سراج د دې خبرې ترڅنګ ټینګار وکړ چې هند د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي.

ټایمز اف انډیا لیکي اغلې سراج دا هم ویل چې په هند، مینځنۍ اسیا او افغانستان کې ټولنې زغمناکې دي او هرې عقیدې ته درناوی لري خو کرکې ته- چې په وینا یې ترهګرې یې خپروي- په دې ټولنو کې ځای نشته او موږ باید دا پوښتنه مطرح کړو چې دا ترهګر څوک دي، څوک یې مالي ملاتړ او ساتنه کوي؟

پاکستان باید د امریکا پرځای له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکي پیاوړي کړي.

دا د پاکستان د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر خبره ده چې ډان ورځپاڼې د یوه مطلب د سرلیک په توګه راخیستې.

ورځپاڼه لیکي پاکستان تل له نورو هېوادونو سره د یوه متحد پاتې کېدو پرځای د بل هېواد خبرې اوریدلې دي.

ورځپاڼه د نوموړې له خولې لیکي چې پاکستان تل خپل ځان یو بشپړ ستراتیژیک متحد ګڼلی خو دا حقیقت نه دی او په وینا یې، د پاکستان مهمې اړیکي باید د امریکا پر ځای له افغانستان، هندوستان، ایران او چین سره وي.

ورځپاڼې دغه راز د امریکا د سولې دانېسټیټیوټ د مرستیال مشر موید یوسف هغه خبره هم راخیستې چې وايي په تېرو اتلسو میاشتو کې د پاکستان او امریکا اړیکي د نشت برابر وو او تر هغه چې د افغانستان موضوع هواره شوې نه وي په اړه یې خبرې نه شي کېدای خو پاکستان د دې پرځای چې د سیمه ییزو ستونزو د هوارې له پاره په سیمه کې ښکیل شي نورو ځایونو/یا هېوادونو ته سترګې نیولې دي.

برتانیا کې چاپیدونکې د ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په منځني ختیځ کې خپلو متحدینو ته ډاډ ور کړ چې د ولسمشر ټرمپ له دې اعلان سره سره چې له سوریې نه امریکايي پوځیان وباسي، امریکا به په سیمه کې پاتې وي.

ورځپاڼه د ښاغلي پمپیو له خولې لیکي چې امریکا او متحدین به یې له سوریې نه وروستی ایرانی سرتیری هم وشړي او د سیمې نهو هېوادونو ته یې د سفر پر ترڅ کې قاهره کې وویل چې د سیمې هېوادونه باید د تهران پرضد ګډ دریځ غوره کړي.

پاکستانۍ دې نیوز ورځپاڼه بیا د هندي سینما د وتلې ستورې کرینا کپور په اړه یو مطلب کې لیکي هغې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به نویو فلمونو کې د څه باندې سلو میلیونو هندۍ کلدارو په بدل کې کار کوي.

ورځپاڼه لیکي دا په داسې حال کې ده چې ځیني نارینه ستورې وار دمخه له دې نه د ډېرو پیسو په بدل کې رولونه لوبوي.

ورځپاڼه لیکي چې تر کرینا کپور مخکې دیپیکا پاټکون او کنګنا رانوټ هغه ښځینه فلمي ستوري وو چې تېر کال یې د لسګونو میلیونو هندیو کلدارو په بدل کې په فلمونو کې رولونه ولوبول.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/world-46859804

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading