بازتاب نیوز

تېر کال کې ۹۲ زرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو پروګرام له لوري په تېر یو کال د ټول هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو رسولو او اوبو لګولو ۴۰۲ پروژې تطبیق کړې دي.

د یاد شوي وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو پروژو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک د اوبو ۲۴۸ شبکې، ۹۲۵ څاه ګانې او د اوبو ۶۳ ذخیرو جوړول او د د ځمکو د آبیارۍ په موخه د څه باندې ۷،۸۰۰) متره اوږده کانالونو، ۳،۳۰۰ متره اوږده کاریزونو او ۱۵ د لمریزو شبکو جوړول شامل دي.

په دغو پروژو باندې څه باندې ۱۵ ميليونه آمریکايي ډالره لګښت شوي، چې د یادو پروژو د جوړولو چارو د اړوندو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره څه باندې یو ميليون کاري ورځې ایجاد کړې دي.

د اوبو رسولو ددغو پروژو په بشپړېدو سره د څه باندې (۹۲۰،۰۰۰) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

  (0)The post تېر کال کې ۹۲ زرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/تېر-کال-کې-۹۲-زرو-کسانو-ته-د-څښاک-پاکې-او/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading