بازتاب نیوز

ټرمپ ترکیې ته:که د کردانو د ختمولو هڅه وکړی، اقتصاد مو ختموم

٢٣ مرغومی ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

ټرمپ ګواښ کړی چې د ترکیې اقتصاد به له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل پيل کېږي خو د امریکا متحد کردان باید په سیمه کې خوندي وي.

دده په خبره که ترکیه ددې هڅه وکړي چې په سوریه کې دداعش ضد جنګېدونکي کوردان له منځه یوسي نو امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي.

هغه په کردانو هم غږ کړی چې د ترکیې د حکومت ضد فعالیتونه ودروي او تحریکوونکي اقدامات ترسره نه کړي.

ټرمپ همدا راز ویلي چې د داعش ضد مبارزه کې د امریکا له هڅو تر ډېره ایران او روسیې ګټه کړې ده. دده په وینا امریکا دداعش پر ضد جګړه کوله، خو دغه ډله تر امریکا د ایران او روسیې ډېره دښمنه وه، نو ځکه د امریکا له جګړو ایران او روسیې ګټه کړې ده.

اصلي اړیکې: http://kandahar-tv.com/2019/01/%D9%BC%D8%B1%D9%85%D9%BE-%D8%AA%D8%B1%DA%A9%DB%8C%DB%90-%D8%AA%D9%87%DA%A9%D9%87-%D8%AF-%DA%A9%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%AE%D8%AA%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88-%D9%87%DA%85%D9%87-%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading