بازتاب نیوز

ترکیې ته د امریکا جدې ګواښ

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ خبرگزاری خاورمیانه

امریکا جمهور رییس ترکیې ته خبرداری ورکړی دی چې په هغه صورت کې چې د  سوریې د شمال کُردان په نښه کړي د ترکیې اقتصاد به له مینځه یوسي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،امریکا څه وخت وړاندې تصمیم ونیوه چې تر څو له سوریې څخه خپل ځواکونه وباسي.

مګر تازه ډونالډ ټرمپ ترکیې  ته خبرداری ورکړی دی چې که چیرته د سوریې څخه ددې هېواد نظامي ځواکونو له وتلو وروسته  د سوریې د شمال کُردان په نښه کړي ددغه هېواد اقتصاد به له مینځه یوسي.

ټرمپ په خپل ټویټر باندې لیکلي دي چې پر ترکیه باندې د سوریې د شمالي کُردانو د تحریکولو قصد نه لري؛  مګر پر هغوې باندې د برید اجازه نه ورکوي.

ویل کیږي چې د سوریې د شمال کردان د هغه ځواکونو له ډلې څخه وو چې د امریکایي ځواکونو سره یوځای د داعش پر وړاندې جنګیدل؛ مګر ترکیې په کراتو ویلي وو چې دغه کُردان ددغه هېواد په ترهګریزو پیښو کې لاس لري.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1397/10/24/%D8%AA%D8%B1%DA%A9%DB%8C%DB%90-%D8%AA%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%D8%AC%D8%AF%DB%90-%DA%AB%D9%88%D8%A7%DA%9A/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading