بازتاب نیوز

مایک پامپئو: له افغانانو او ناټو سره یوځای دایمي سولې ته کار کوو

٢٤ جدي ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

 

مایک پامپئو: له افغانانو او ناټو سره یوځای دایمي سولې ته کار کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومې قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره یې خبرې کړي دي.

مایک پامپئو په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې له جنرال مېلرسره یې په افغانستان کې د دوی د پوځي او ملکي متعهدو ټیمونو او هم د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ پرهڅو خبرې کړي دي.

ښاغلي پامپئو دغه راز لیکلي چې له افغانانو او د ناټو متحدینو سره یوځای د دایمي سولې لپاره کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټرپاڼه له جنرال سکاټ مېلر سره خپل عکسونه خپاره کړي، خو دا یې نه‌دي لیکلي چې دوی چېرې له یو بل سره ولیدل.

مایک پامپئو پرون په عربي متحده اماراتو کې وو.

لینک اصلی: https://rta.org.af/internal-news/26163/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading