بازتاب نیوز

روهيت شرما په ۲۰۱۸ز کال کي ۲ سليزي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

روهيت شرما هغه لوبغاړی دی چي د کرکيټ په ټولو فارمټونو کي په خورا جرأت او قوي مرال سره لوبه کوي.

روهيت په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي اکثريت وخت دخپلي لوبډلي د بريا اصلي څيره وي.

د هندوستان کرکيټ ملي لوبډلي دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د خپلو شل اووريزو لوبو پيل په ۲۰۰۷ز کال کي د انګليستان په وړاندي وکړ،نوموړي تردې مهاله ۹۰ شل اووريزي لوبي کړي او په ۳۲،۹ اوسط سره يې ۲۲۳۷ منډي کړي.

روهيت شرما يواځنی توپوهونکی دی چي په ۲۰۱۸ز کال نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې ۲ سليزی وهلي.

د جولای په اتمه نيټه يې ۱۰۰ منډي د انګليستان په وړاندي او د نومبر په شپږمه نيټه يې ۱۱۱ منډي د ويسټ انډيز په وړاندي ترسره کړلې.

نوموړي په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۴ سليزي وهلي دي.

دعوت (0)The post روهيت شرما په ۲۰۱۸ز کال کي ۲ سليزي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/روهيت-شرما-په-۲۰۱۸ز-کال-کي-۲-سليزي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading