بازتاب نیوز

یو په دوه سوه ملیونه کي یو وار

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په نړۍ کي په هره دقیقه کي ۲۵۵ زیات او کم ماشومان زېږي. خو په نړۍ کي داسي ماشومان هم زېږي چي په ۲۰۰ ملیونو ولادتونو کي یو وار وي.

دا دی د انګلستان په لیور پول ښار کي یوې مور داسي درې ماشومان زېږولي دي چي په رنګ، جسامت، شکل او حتی په DNA کي سره ورته دي. دا ماشومان رومن، روکو او روهن نومېږي او د درو واړو DNA سره ورته دي. ډاکټران وايي، دا په ۲۰۰ ملیونه ولادتونو کي یو وار پېښېږي.

د دې ماشومانو ۲۳ کلنه مور د دوی په پیدایښت ډېره خوشحاله ده، وايي: “زه څه وخت مخکي د سر د درد څخه ناروغه سوم نو ډاکټر ته ولاړم او هلته خبره سوم چي زه درې ماشومان لرم. دوی چي کله پیدا سول نو د دوی شکل او نور هر څه سره ورته وو او هیڅ څوک دوی درې یو د بل څخه نه سوای جلا کولای، خو زه دوی د دوی پر وريځو سره پېژنم.”

د غبرګولیانو یا درې ماشومانو تر منځ د فرق یوازنۍ لار د DNA ټیسټ دی او د دغو ماشومانو مور ته ویل سوي وو چي دوی درې سره ورته دي او دې هم د دې خبري د معلومولو په خاطر د دوی یو سمپل لابراتوار ته واستاوه. کله چي رپورټ راغی نو په رپورټ کي لیکل سوي وو چي دوی درې واړه یو ډول DNA لري.

دا کوچنيان یوه درې کلنه خور هم لري او دوی درې واړه د هفتې ۱۳۰ ډایپرونه کاروي.

دا کوچنيان د جراحي عملیات په واسطه زېږېدلي دي او وزنونه ئې ۱.۳۶ کیلو وو چي تقریباً د درو واړو وزنونه سره یو شی وو. (0)The post یو په دوه سوه ملیونه کي یو وار appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/یو-په-دوه-سوه-ملیونه-کي-یو-وار/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading