بازتاب نیوز

دا سړی په نړۍ کي تر ټولو اوږده وېښتان لري

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

دا په هند او په نړۍ کي تر ټولو اوږده وېښتان لرونکی کس دی چي ۶۰ کاله عمر لري.

دا کس ساوجی بای رتوا نومېږي او تقریباً د ۶۲ فوټه (۱۸.۸ متره) په اندازه اوږده وېښتان لري. نوموړی خپل د وېښتانو د اوږدولو له پاره د خوړو یو خاص پرهېز اختیار کړی. نوموړی خپلو وېښتانو ته ډېره زیاته پاملرنه کوي او نوموړی چي کله دباندي وزي نو خپل وېښتان د لنګوټې په شان خپل پر سر راتاويي او یا ئې په لاس کي نیولي وي. دی چي کله خپل په کور کي استراحت کوي نو خپل وېښتان پر یوه تناو اچوي.

رتوا یوازي د کور خواړه او سبزیجات خوري او د ترخو خوړو څخه سخت پرهېز کوي. نوموړی وايي چي کله دباندي ووزي نو یوازي مېوې خوري او دباندي خواړه نه خوري. دی یوه نه بله ورځ خپل وېښتان د درو ساعتونو په موده کي پرېولي او وروسته یوې پراخي سیمي ته د وېښتانو د وچولو له پاره وزي.

(0)The post دا سړی په نړۍ کي تر ټولو اوږده وېښتان لري appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/دا-سړی-په-نړۍ-کي-تر-ټولو-اوږده-وېښتان-لر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading