بازتاب نیوز

د غېږي ورکولو نوی ریکارډ

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په هند کي یوه سړي په نړۍ کي د غېږ ورکولو نوی ریکارډ جوړ کړی. دا سړی د هند هیواد دی او په یوه دقیقه کي ئې ۷۹ کسانو ته غېږه ورکړې ده.

کریشنا کومار دا کار د هند د پردیش په یوه مکتب کي کړی او له ۸۴ څخه زیات کسان ئې په یوه دقیقه کي په غېږ کي نیولي دي، خو وروسته د ریکارډونو د کمېټې له خوا د ده پنځه غېږي ناسمي وبلل سوې او یوازي ئې ۷۹ ورتائيد کړې خو بیا هم نوموړي ریکارډ ټینګ کړ. دا په داسي حال کي ده چي تېر ریکارډ په یوه دقیقه کي د ۷۷ کسانو په غېږ کي نیول وو.

(0)The post د غېږي ورکولو نوی ریکارډ appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-غېږي-ورکولو-نوی-ریکارډ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading