بازتاب نیوز

د بشري حقونو نړیوال سازمان له لوري د ملي دفاع وزارت پر سرپرست وزیر لګیدلي تورونه، له غبرګونونو سره مخ شوي دي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

 د

افغانستان ولسي جرګې د شکایتونو اوریدو کمیسیون مشرعبدالله  بارکزی، د افغانستان د ملي دفاع پر نوي ګمارل

شوی سرپرست وزیر اسد الله خالد لګیدلي تورونه ردوي هغه پر هیواد او خلکو مین ملي

شخصیت ګڼي.

نوموړي له رسنیو سره په مرکه کې ویلي

چې د بشري حقونو نړیوال سازمان له لوري د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر په اړه

شوې فیصله د افغانستان د خلکو د ملي ګټو، برخلیک او استقلالیت  پر ضد ده 

پریکړه ده.

نوموړی زیاتوي چې، د ملي وحدت په حکومت کې داسې څېرې

ډېرې دي چې بشري ضد جرمونو یې ښکاره او ټولو ته معلوم دي، د بشري حقونو نړیوال

سازمان ولې د هغوی په اړه  چوپه خوله دی؟

دا نیوکې

او پوښتنې داسې مهال را ولاړیږي چې د بشري حقونو نړیوال سازمان دفتر، د دفاع وزارت نوی ټاکل شوی سرپرست

اسد الله خالد، له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن کړی وو.

په نیویارک کې د بشري حقونو د نړیوال سازمان

دفتر، د شنبې په ورځ د«مرغومې په ۲۲مه» راپور خپور کړ، چې له مخې یې د افغانستان د دفاع اوسنی سرپرست وزیر هغه

مهال چې په کندهار کې والي وو، د شخصي زندانونو په لرلو تورن کړی او زیاته کړې یې

وه چې له هغه مهاله تر اوسه یو شمېر خلک ورک دي.

د دغو سازمان له لوري په خپاره شوی راپور کې داهم ویل شوي، اسدالله خالد

هغه مهال چې په کندهار او غزني کې والي وو له خلکو سره یې ناوړه سلوک کړی ، ځورولي

یې دي، د غږ پورته کولو په صورت کې یې کورنۍ په مرګ ګواښلې دي.

په دغو راپور کې د بشري حقونو نړیوال سازمان د افغان حکومت له ملاتړو

هیوادونو څخه غوښتي چې د اسدالله خالد  په محاکمه

کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي چې افغان حکومت د اسدالله خالد د محاکمه

کولو اراده نلري.

په ورته وخت کې د بشري حقونو نړیوال سازمان له لوري پر اسد الله خالد

لګیدلي تورونه د ټولنیزو رسنیو کار وونکو او د یوشمېر سیاسي شنونکو له نیوکو او غبرګونونو

سره هم مخ شوي دي.

اسدالله خالد د پاکښتان ضد څېره، د ډېرو افغانانو ایډیال سیاستوال دی چې د

پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال په کندهار او غزني ولایتونو کې والي او څه

موده د افغانستان د ملي امنیت رئیس پاته شوی دی، چې د دغې وروستۍ دندې پرمهال په

یوه ځانمرګي برید کې سخت ټپي شو.

په دې وروستیو کې اسدالله خالد د ملي یوالي حکومت منتقد وو او د یوه سیاسي

جریان مشري یې کوله چې   د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه بیساري اقدام په پایله کې  د

دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/18622

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading