بازتاب نیوز

حمدالله محب سعودي عربستان ته لاړ

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب چين ته تر رسمي سفر وروسته تېره ورځ سعودي عربستان ته لاړ.

د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، محب سعودي عربستان ته له سفر وړاندې په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو د ملي امنيت له سلاکار شېخ طحنون بن زايد ال نهيان او همدارنګه په دوبۍ ښار کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وكتل.

په خبرپاڼه كې راغلي، دواړو خواوو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهير او همدارنګه له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې وكړې.

محب به سعودي عربستان ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سولې بهير او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا وغږېږي.

 

The post حمدالله محب سعودي عربستان ته لاړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/14/%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%85%D8%AD%D8%A8-%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF%D9%8A-%D8%B9%D8%B1%D8%A8%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AA%D9%87-%D9%84%D8%A7%DA%93/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading